په جینو کې د یمن په هکله ناسته لویه لاسته راوړنه ده

د يمن لپاره د ملگرو ملتونو استول شوي استازي په جنيو کي د پخلايني خبري په دي هيواد کي دستوزو د هواري په برخه کي لويه لاسته راونه ښودلي ده

له دي سره دوي د روژي په مبارکه مياشت کي د ښکيلو خواوو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې ويلي يي دي د يمن اوسيدونکي له سختو حالاتو سره مخ دي

په یمن کې له تیر کال راهیسې د شخړو په پیلیدو سره د مارچ په میاشت کې د عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه پر دې هیواد پیل شوي دي او دا لومړی ناسته ده چې په دې هیواد کې دستونزو د هواری په موخه پیلیږي. دا مشورتي ناسته درې ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې په جینو کې پیل شوه. د ملګرو ملتونو استازي اسمعیل ولد شیخ احمد په یوه خبرې ناسته کې وویل: د جینو ناسته چې د یمن په مسایلو کې د ټولو ښکیلو خواوو د استازو په شتون سره پیل شوې یوه لویه لاسته راوړنه ده او دا نا سته په یمن کې د ستونزو د هواری په موخه په لاره اچول شوې ده زیاته کړې پر لویه ستونزه بریالی شوي یو او په دې ناسته کې دواړه ښکیلې خواوې ګډون لري خو له دې سره ستونزمنه لاره په مخ کې پرته ده. ده هیله مندي څرګنده کړې چې یمني ډلې وکولای شي له فورصته په ښه توګه ګټه پورته او دې ستونزې ته د حل یوه لاره ولټوي دوی زیاته کړې یمنیان په ډيرو بدو حالاتو کې شپې ورځې تیروي او د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتونکي دي.

” د یمنیانو هیله د روژې په میاشت کې د جګړې بندول او د اوربند رامنځ ته کول ده د یوه بشر دوستانه اوربند. یمنیان له ډيرو بدو حالاتو سره مخ دي دوه کاله مخکې اوه میلیونه یمنیانو مرستو ته اړتیا درلوده خو اوس دا شمیره یوویشتو میلیونو کسانو ته رسیدلې”

یو شمیر یمني ډولو له اوسه د روژې په میاشت کې اړو کسانو ته د مرستې رسونې په موخه له اوربند سره هوکړه کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي: پر یمن د ایتلاف د هوایي بریدونو له پیلیدو او د نښتو په ډيرښت سره تر اوسه د وه سوه نهه اویا یمني ماشومان وژل شوي دي. دا شمیره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ویاند فرحان الحق په ډاګه کړې ده.

همدارنګه افغانستان هم د خبرو له لارې د یمن د ستوزې د هواری غوښتنه کړې ده. بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی چی د یمن ستونزې د هواری په موخه په عربستان کې د اسلامی همکاریو په غونډه کې خبرې کولې، د یمن ځمکنۍ بشپړتیا او پر ملي یوالي ټینګار کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *