داعش د پخوانۍ شوروی اتحاد په هيوادونو کې د بې ثباتۍ اعلان کړي دي

د روسيي د ملي امنيت مشر الکساندر بورتنيکوف د چهارشنبي په ورځ وويل، چې د پخواني شوروي اتحاد دهم ګټو ځپلواکو هيوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز ته لازمه ده، چې د خپلو بین المللي انډيوالانو سره په هغو سيمو کې چې «اسلامي دولت» خپلو استازو د پاره کمپونه جوړوي همکارۍ ته پراختيا ورکړي.

داځکه چې دغې ډلې په ښکاره توګه ويلي دي چې نيت لري د پخواني شوروي اتحاد دخپلواکو او همګټو هيوادونو کې وضعيت بې ثباته کړي.

په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا یوه مهمه نړیواله ستونزه وه ، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » جنګیالیو د عراق او سوریی ډیری سیمی تر خپلی ولکی راوستی دی ، د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د اداری د راپور له مخی ویل کیږی چه ، دغه ډله تر ۳۰ زرو تنو پوری وسله وال لری او په نیول شوو سیمو کی د خپل حکومت د « خلافت » اعلان کړی دی. د « اسلامی دولت » پر ضد د مبارزی متحده جبهه نشته ، د عراق او سوریی د دولتونو وسله وال پوځ د یادی ډلی پرضد جنګیږی ، د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف ځواکونه یواځی هوایی بمباری کوی ، د عراق او د سوریی کوردان هم په کی برخه لری. د دغو جګړو په اوږدو کی په زرګونو تنه ولسی وګړی له مینځه تللی ، په سلکونو زره تنه کډوال شوی او ډیر نور هم د « اسلامی دولت » ډلی لخوا یرغمل نیول شوی دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *