د ناجیریا په یوه بمي چاودنه کې تر ۶۰ زيات کسان وژل شوي دي

په نايجريا کې دبم د چاوديدو له کبله، ۶۳ تنه وژل شوي دي. دغه بم د نايجريا په شمال ختيځ کې د «بوکو حرام» په خوشي شوي کمپ کې موندل شوی وو

يو عیني شاهد ویلي دي چې د ځاني د فاع ډلې يوه لويه کڅوړه چي په منځ کې ئي فلزي مواد وو، کشف کړه، او دغه کڅوړه ئي د (مانګونو) ښارته يووړله، شاو خوا ډيرو خلکو علاقه پيداکړه چې دغه کڅوړه له نږدي وګوري. وروسته له هغه چې خلک کڅوړي ته چې بم پکښی وو، راټول شول،چاودنه وشوه.

د«بوکوحرام» ډله د لويديځ ښووني روزني دسيستم سره مخالفه ده او په هيواد کې دشريعت نظام ټينګيدل غواړي. له ۲۰۰۹ کال راهيسي چې دغې ډلې فعاليت پيل کړی دي، ۱۳ زره تنه په ترهګرۍ بريدونو کې وژل شوي ، تر يونيم مليون زيات کسان بې کوره شوي دي چې له هغې جملي ۷۴۳ زره تنه ماشومان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *