د سيمه ايزو هيوادونو تر منځ د اقتصادي همکاريو او وريښمو لاري د جوړولو په هکله ناسته په چين هيواد کي پیل شوه

په دي ناسته کي د افغانستان په گډون د سيمي هيوادونو استازي شتون لري

د سیمه ایزو هیوادونو له لاري د اقتصادي راکړې ورکړې په هکله هڅې ګړندی شوې دي. په همدي موخه د چین په هیواد کې د جون څوارلسمې درې ورځينۍ ناسته پیل شوه او په دې ناسته کې د سیمه ایزو هیوادونو لوړ پوړیو چارواکیو ګډون کړی دی.

د افغانستان سوداګری او صنایع خونې مسولین وایي: بیجینګ د سیمه ایزو هیوادونو ترمنخ د سوداګری په تړاو یو پراخ پلان رامنځ ته کړی دی او هڅه کوي ترځو د وریښمو لارې په جوړولو سره به بنستیزې پروژې په لاره واچول شي.

دوی ویلي د بیجینګ په ناسته کې به د وریښمو سوداګریزې لارې د جوړلو په هکله خبرې وشي د هغه لارې په هکله چې د چین سوداګری افغانستان سویلي او منځنۍ آسیا هیوادونو ته غځیږي. د سوداګری او صنایع خونې مسولینو ویلي په دې ناسته کې به افغان لوری په هیواد کې د بنستیزو او اورګاډي پټلی د رغاونې په برخه کې د مرستې او همکاری غوښتنه وکړي.

د وریښمو لاره په تیرو وختونو کې یوه سوداګریزه لاره وه اقتصادي کار پوهان په دې اند دي چې ددې لارې په بیا پرانستل کیدو سره به د افغانستان چین هندن منځنی آسیا ترکیې آذربایجان او حتی اروپایي هیوادونو ترمنځ د سوداګری لاره پرانستل شي. ولسمشر چین ته د خپل وروستي سفر په لړ کې د واخان له لارې ددې هیواد د اړیکو رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *