روسیې د امریکا او ناټو پر کړنې نیوکه کړې ده

روسيي په ختيځې اروپا کي د ناټو او امريکا له لوري په درنو او پرمختللو وسلو سنبال د ځواکونو ځاي پر ځاي کول، له نړيوالي دوهمي جگړې وروسته د تيري لويه نښه ښودلي او خبرداری يي ورکړی چي له گواښه ډکې پايلي به ولري. روسيي ويلي چي په ورته کار به لاس پوري کړي

ددې اونۍ د شنبه په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ډاګه کړې، چې امریکا له روسیې سره ګډې پولې ته نږدې په ختیځه اروپاکې، په پرمختللو او درنو وسلو د خپلو پنځو زرو سرتیرو د ځای پر ځای کولو هوډ لري. له دې یوه ورځ وروسته د لتوانیا او پولند هیوادونو هم دا ومنله چې له واشنګټن سره د امریکايي سرتیرو د ځای پر ځای کیدو په هکله خبرې روانې دي. دا دوه او د ناتو غړي یو شمیر نورو هیوادونه وایي، ددوی پر هیوادونو د روسي د شونې تیرې څخه په اندیښنه کې دي. خو د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي: د مسکو له لوري د ګواښون آوازې تشې بهانې دي او د روسیې پولو ته نږدي په ختیځه اروپا کې د امریکایي ځواکونو ځای پر ځای کول به له ګواښه ډکې پایلې ولري.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت هیله مندي ښودلې، چې اروپا به د پوځي توب په لاره چې له ګواښه ډکې پایلې لري، له تګه ډده وکړي. د روسیې دفاع وزارت هم په بالتیک سیمه کې په پر مختللو وسلو سنبال د امریکایي سرتیرو د ځای پر ځای کولو په غبرګون ویلي، له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته دا د ناټو او امریکا د تیری لویه نښه ده. د روسیې یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي: دوی به هم له اروپا سره ګډې پولې ته نږدې خپلې درنې او پر مختللې وسلې ځای پر خای کړي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت د ناتو او امریکا دا کړنه د اروپایانو په زیان ا ود ملګرو ملتونو د نولس سوه اوه نویم کال د هوکړې پر خلاف بولي. په دې هوکړه کې ناټو ژمنه کړې وه چې له روسیې سره ګډې پولې ته نږدې به د تل لپاره په لوړه کچه پوځي وسایل او سرتیري ځای پر ځای نکړي. له تیر کال راهیسې د اوکراین ستونزې په تړاو د ناټو او روسیې اړیکې د ترینګلتیا خپلې وروستی کچې ته رسیدلې او دا ناندری د ودې په حال کې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *