په نړۍ کې پنخوس ميليونه کډوال په ديرو بدو حالاتو کي شپي ورځې تيروي او نړيوال يي پر وړاندې بيغوره دي. د بښني نړيوال سازمان له دې سره ويلي، نړۍ له دوهمي جگړې وروسته د کډوالی له لويې ستونزي سره مخ ده

د بښنې نړیوال سازمان نړیواله ټولنه تورنه کړې چې د کډوالو په ځانګړې توګه د افریقایي او منځني ختیځ د کډوالو په هکله له بیغوریه کار اخلي. د بښنې نړیوال سازمان لوی منشي سلیل شیټي ویلي: په میلیونونه کسان چې په دوی کې ښځې او ماشومان هم شتون لري له خونړیو جګړو د ژغورنې په موخه د انسان قاچاق وړونکو او نورو خواوو ته مخه کوي او اوس مهال نړیواله ټولنه د   نړۍ والې دوهمې جګړې وروسته د کډوالی له بد حالت سره مخ ده او له کډوالو سره د نړیوالې ټولنې نه همکاري د شرم وړ مسله ده. ښاغلي شیټي ویلي: نړۍ په یوویشتمه پیړۍ کې د کډوالو له ډيرې ستونزې سره مخ شوې او په دې برخه کې استثنایي ګام ته اړتیا لیدل کیږي. ده ویلي: ” استثنایي کړکیچ حالاتو ته په کتو سره نړیواله ټولنه باید استثنایي ګام پورته کړي خو په خواشینۍ سره د چې د نړیوالې ټولنې بیغوري د اندیښنې وړ ده. د مخ په ودې هیوادونو کې شپږ اتیا سلنه کډوال ژوندن کوي او له سختو ستونزو او بیځلی سره لاس او ګریوان دي او پنځه نوي سلنه سوریي کډوال په ګاونډیو لکه په لبنان ترکیه اردن او عراق کې ځای پر ځای شوي”

د ملګرو ملتونو د کډوالی څانګې هم ویلي: د سوریې له ګاونډیو هیوادونو سره چې پکې په میلیونونه سوریا میشت دي هیڅ ډول مرسته نه ده شوې په داسې حال کې چې دا هیوادونه په خپله بیشمیره ستونزې لري.

د ملګرو ملتونو د مرستی همغږۍ دفتر وایي: د سوریې کډوالو لپاره د مرستو غوښتنې له څلورو یوه برخه یي تر لاسه کړې ده. د بښنې نړیوال سازمان په روان کال کې د مدیترانې په سمندر کې د درې زره پنځه سوه کډوالو ډوبیدو ته په نغوتې سره له اروپایي هیوادونو غوښتي ترڅو د کډوالو مرستې ته ور ودانیږي. له دې سره دوی د روهینګیایي او بنګله دیشي کډوالو په هکله هم خواشیني ښودلې او د کډوالو په تړواو د آسترالیا پر سیاست یي کلکه نیوکه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *