د ملگرو ملتونو عمومي منشي بن کي مون د یمن په جگړې کې په ښکیلو ډلو باندې غږ وکړ چې لږ تر لږه په روژې میاشت کې دې اوربند مراعات کړي چې د سولې او عبادت میاشت بلل کیږي.

خو د رویترز خبري اژانس خبر ورکوي چې د تیرې شپې په اوږدو کې د سعودي عربستان په مشرۍ ځواکونو د یمن په پلازمینه صنعا کې په حوثي یاغیانو باندې هوایي بریدونه کړي.

ښاغلی بن په ژنیو کې دی، چیرې چې تمه کیږي د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی اسماعیل ولد شیخ احمد به، سعودي عربستان ته د شړل شوي جمهور رئیس عبدربه منصور هادي د استازي او د حوثي یاغیانو د استازي سره جلا جلا لیدنې وکړي.

په ژینو کې خبرې اترې، لومړۍ دیپلوماتیکه هڅه ده چې هدف یې په یمن کې د متخاصمو ډلو تر منځ د هغې جگړې لپاره د سیاسي حل لاره موندل دي چې له امله یې په زرگونه خلک وژل شوي دي. خو تر اوسه لا څرگنده نده چې د یمن مخالفې ډلې به د یوبل سره وگوري که نه.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي وایي ټول مسؤلیت لري چې باید عمل وکړي.

“ددې بدمرغې جگړې تر پیلیدو مخکې هم، یمن د نړۍ په یو شتمنه سیمه کې د نړۍ یو تر ټولو ډیر بې وزله هیواد وو. د مې له میاشتې راهیسې په جگړې کې څه د پاسه ٢٦٠٠ کسان وژل شوي چې نیمایي یې ملکي خلک دي. دې جگړې ښوونځي، روغتونونه او د هیواد لرغوني فرهنگي میراث له منځه وړی. نن د یمن موجودیت د خطر سره مخامخ دی. یمن په اور کې سوځي او ښکیل اړخونه جر و بحث کوي.”

د اوربند شرطونه

د یمن د بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین عبدالله د دوشبنې په ورځ وویل د هغه حکومت به د حوثي یاغیانو سره د اور بند په مسلې باندې بحث وکړي که چېرې هغوي د ښارونو نه د وتلو شرط ومني، په زرگونه بندیان خوشي کړي او د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک سره موافقه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *