د مصر پخوانی ولسمشر(محمد مرسي) په عمر بند محکوم شو

مصري محکمي نومه وړی د مصر پر وړاندې له بهرنيو ډلو سره په اړيکو تورن کړی. مخکي له دي هم محمد مرسي دوه ځلې په دولس کاله بند او اعدام محکوم شوي وو. دا په داسي حال کي ده چي ددي غورځنگ يو شمير نور غړي هم نن په اعدام او عمر بند باندي محکوم شوي دي

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي چې په دوه زره دیارلسم کال کې د پوځیانو له لوري له واکه لرې کړل شو، په چلوټو او د مصر پر وړاندې له دلو سره په اړیکو تورن شو او یوې محکمې نن دی په عمر بند باندې محکوم کړ. ښآغلی مرسي تیره میاشت هم پر یوه بندخونه د برید په تور چې په دوه زره یولسم کال کې رامنځ ته شوی وو محکوم شوی دی. له دې سره دې محکمې د اخوان السملیمین غورځنګ معنوي مشر محمد بدیع او دده اولس ملګري په عمر بند او دیارلس نور یي د دوه زره دیارلسم کال په شخړو کې د لاس لرلو په تور په عدام محکوم کړي دي.

مصري محکمو ددې غورځنګ په لسګونه غړي د دوه زره دیارلسم کال د پاڅونو پر مهال په شخړو او نښتو کې ګرم پیژندلي په اعدام او اوږد مهاله بند یي محکوم کړي دي او دې پریکړو د بشر حقونو او نورو بنسټونو کلک غبرګونونه له ځان سره درلودل.

دې ادارو ویلي: د مصر دولت د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره دوی او د دوی د کورنیو ډیری غړي په عمر بند او حتی په اعدام محکوم کړي دي. د اپریل په میاشت کې هم د قاهرې جنایي محکمې محمد مرسي د خپلې واکمنی پر مهال د لاریون کونکو د ځپلو په تور په دولس کاله بند محکوم کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *