د بحرين محکمي د الوفاق اسلامي ملي جمعيت مشر(شيخ علي سلمان) په څلور کلن بند محکوم کړ. پر ده د عمومي نظام گډوډولو، سرغرونو ته د خلکو د هخوني او د دولت د نسکورولو تور دی. د بښنې نړيوال سازمان د بحرين محکمي پر دي حکم نيوکه او د شيخ علي سلمان د خوشي کولو غوښتنه يي کړې ده

د بحرین څارنوالی نن اعلان وکړ، چې ددې هیواد سترې محکمې د الوفاق اسلامی ملی جمعیت مشر(شیخ علي سلمان) په څلور کلن بند محکوم کړی دی. د بحرین لویي څارنوالی ویلي، شیخ علي سلمان د عمومي نظم د ګډ وډولو، له قانونه د سرغړونې په برخه کې د خلکو پر هڅونې او شاهي نظام د نسکورلو په تور تورن دی.

خو شیخ علی سلمان دا تورنه رد کړي ویلي یي دي د ښاغلي سلمان نیول او بندي کول سیاسي انګیزه لري. دې ګوند د محکمې دا حکم غندلی دی. د بښنې نړیوال سازمان ددې حکم پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا پریکړه یي نا عادلانه ښودلې ویلي يي دي چې د بحرین حکومت باید شیخ علي سلمان له بنده خوشي کړي. له کله چې په دوه زره یولسم کال کې په بحرین کې د حکومت پر وړاندې لاریونونه پیل شوي دا لومړی ځل دی چې ددې هیواد حکومت خپل یو لوړ پوړی مخالف په بند محکوموي. د بحرین په پلازمینه او قضایه قوې ودانیو شاوخوا ته کلک امینتي چمتوالی نیولی شوی وو. بحرینی لاریون کونکي په بهرین کې د سیاسي سمون د رامنځ ته کولو غوښتنه کوي او په دې موخه یي له څلورو کلونو راهیسې لاس په لاریونونو پورې کړی دی او د شیخ علي سلمان له نیول کیدو وروسته ډيری ځلې لاریونونه تر سره شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *