د پارلماني ټاکنو نیټه به ډير ژر اعلان شي. د ولسمشر حقوقي سلاکار(محمد علی محمدي) نن وویل: ولسمشر غني د اساسي قانون بیړني څپرکې له مخې د ولسي جرګې کار دوام رد کړی او د تاکنیز سمون کمیټه به هم رامڼځ ته شي.

د ولسي جرګې کاري نیټې پای ته رسیدو ته یواځې څلور ورځې پاتې دي او ولسمشر د اساسي قانون د بیړني څپرکي له مخې د ولسي جرګې کاري دوام رد کړ. د ولسمشر حقوقي سلاکار محمد علی محمدي ناامني، د مالي او نور امکاناتو نشتون د پارلماني ټاکنو په لاره کې له لویو خنډونو څخه ښودلي او تر راتلونکو څو ورځو یي د ټاکنیز سمون د کمیټې له رامنځ ته کیدو یي خبر ورکړی دی.

دوی ویلي چې د ولسي جرګې ټاکنې به هم ډیر ژر تر سره شي.

ښاغلي محمدي وویل: ټاکنې او سمون دوه هغه اصلي او د منلو وړ مسلې دي چې د دولت تر ډيرې پاملرنې لاندې دي او حکومت اړ دی ترڅو په هره بیه د ټاکنو لګښت چمتو کړي. د ولسمشر حقوقي سلاکار وویل، د رایې ورکونې د کارتونو ویش او د رایو شمیرل د ټاکنو له مهمو برخو څخه شمیرل کیږي او باید دې ته د حل یوه لاره ولټول شي.

د ویلو وړ ده چې نن د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو اعلامیه چې دوه میاشتې وړاندې د یو پنځوسو سیاسي ګوندونو درې پنځوس مدنې بنسټونو او پنځه لسو رسنیزو ادارو په شتون سره رامنڼځ ته شوه، نن خپره شوې ده. په دې اعلامیه کې   چې یوه کاپي یي ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول شوې او یوه هم ا جرایي ریاست ته پکې د ټاکنیز سمون د کمیټې رامنځ ته کولو، د برښنایي پیژند پاڼو ویش د ټاکنیزو قوانینو سمون اوله مدرنې تنکالوژۍ څخه د کار اخستنې یادونه شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *