د ښار جوړونې وزارت وايي: د بيوځله هيوادوالو لپاره د کورنو چمتو کول ددوی له ملي برنامو څخه شميرل کيږي

سيد منصور نادري ويلي: ددي کسانو د کورنو قسط به له پنځه لس زرو څخه تر پنخه ويشت زرو ډالرو او د ادا کولو نيټه به يي له پنځه ويشتو تر ديرشو کلونو وي. دوی ویلي: په لومړنی سل ورځیني پلان کي به ددي کورونو لومړنی پلان رامنځ ته شي

اوس مهال دولتی او خصوصي اپارتمانونه د بډایو خلکو لپاره جوړیږي او بیوځله کسان چې د ټولنې ډيره برخه جوړوي له دې کورنو ګټه نشي اخستلی. د ښار جوړنې وزیر نه د خپل سل ورځيني کاري پلان د اعلان په مراسمو کې وویل: دوی یو ملي پلان چې د بیوځله کسانو لپاره د کورنو جوړونه ده تر لاس لاندې لري چې له مخې به یي دوی وکولای شي د اوږد مهال لپآره او په ډيرو لږ قسطونو سره د کورونو خاوندان شي. منصور نادري زیاته کړه، په سلو لومړنیو ورځو کې به ددې پلان پر لومړنیو برخو کار وشي.

د ښار جوړونې وزیر وویل: د ښاري مدیریت د نظام سمون، په اجرایي چارو کې اصلاحات او له اداري فساد سره مبارزه ددې وزارت له نورو لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي. د ښار جوړونې وزیر په وینا: ددې وزارت له فاسدو کسانو سره به قانوني چلند وشي او ددې وزارت پر ودانیزو او تدارکاتي تړونونو به بیا کتنه

ښاغلي نادري ددې وزارت پر شپږ لوړ پوړیو کارکونکو د فساد د تور په هکله وویل: ددې کسانو دوسیه لویې څارنوالی ته استول شوې او په هکله یي څیړنې روانې دي. له دې سره دوی ویلي، په دې وزارت کې نور تورونه هم د څیړلو په حال کې دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *