په ناروې کې د افغانستان د سولې په سر خبرې کیږي
نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د ناروې په اسلو کې د طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې د استازو یوه غونډه جوړه شوې وه.نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د ناروې په اسلو کې د طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې د استازو یوه غونډه جوړه شوې وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د اجرائیه رئیس د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی د افغانستان د سولې په سر په یو کنفرانس کې د ګډون لپاره اوسلو ته تللی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وویل چې په دغه شپږ کسیز پلاوي کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی هم شامل دی.
ښاغلي مستغني وویل “د اوسلو مجمع هرکال جوړیږي او د نړۍ د بیلابیلو سیمو د سولې په مسلو په کې خبرې کیږي، افغانستان هم د دغې غونډې په اجندا کې شامل دی “.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دغه پلاوی نن ناروې ته تللی دی.
په کابل کې سیمه ایزو رسنیو د راپوټونو له مخې دغې غونډې ته د طالبانو دوه چارواکي هم بلل شوي دي.
طالبانو تراوسه دا راپورونه تائید کړي نه دي.