العربي الیوم ورځپاڼې د یوې امینتي سرچینې پر بنسټ ویلي: اسرایلي جنګي الوتکو د هغه مالوماتو له مخې چې د سعودي عربستان اسختباراتي ادراې ترلاسه کړي په سوډان کې ځينې سیمې بمبار کړي دي. ویل کیږي کیدای شي هغه سیمې بمبار شوي وي کوم چې ګمان کیږي چې په دې سیمو کې به د حماس ډلې توغندي ساتل کیدل. د عربستان دا کړنه له ااسرایلو د هغه ملاتړ په هکله مننه ده کوم چې اسرایلي رژیم پر یمن د عربستان له بریده کړی دی.

په سوډان کې د اسرایلي رژیم اطلاعاتي اړتیا ته په کتو سره، د عربستان استخباراتي اداره په ښه توګه په سوډان کې د حماس ډلې د توغندیو ساتنځایونو په هکله اسرایلي رژیم ته مالومات ورکولی شي. د خواشینۍ خبره خو داده چې، خالد مشعل له فسلطینی ولس سره د خیانت په تر سره کولو سره، د ریاض او تل آویو ترمنځ داطلاعاتو په شریکولو سره، له څو میاشتو راهیسې او له دې پرته چې کوم شرط وړاندې کړي او همدارنګه د ملک سلمان د ټولو غوښتنو په منلو سره ریاض ته د سفر هوډ لري

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *