د الان خبري آژآنس په یوه بیړني خبر کې ویلي چې، ګوښه کړل شوی ولیعد (شهزاده بن عبدالعزیر) له دندې ګوښه کیدو وروسته غواړي لندن ته کډه شي. تر اوسه په دې هکله چې ولي دی کډوالی ته اړ شوی بشپړ مالومات شتون نلري خو سیاسي کارپوهان په دې آند دي چې له هیواده د ولیعهد شتون د ولید بن طلال په څیر بهیرونه چې د سلمان بن عبدالعزیز له واکمنۍ سره مخالف دې پیاوړي کوي. دی چې له لومړیو له ملک سلمان څخه ناخوښه وو غواړي د تبعید لاره د خپل یوه بل ناراضه ورور( طلال بن عبدالعزیز) په وسیله هواره کړي. د ویلو وړ ده چې هغه بدلونونه چې ملک سلمان په دې وروستیو کې د عربستان په حاکمیت کې رامنځ ته کړي د سعودي شهزاده ګانو ترمنځ یي اختلافاتو کچه لوړه کړې ده او یو شمیر شهزاده ګانو له نویو چارواکیو سره له بیعت څخه ډډه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *