د اردني حقوقي فعال او لیکوال( جمال ایوب) له سخت برید وروسته چې په سیمه کې یي د عربستان د عربي ضد سیاست نیوکه کړې، اردني چارواکیو نومه وړی بندي کړی دی. جمال ایوب په خپله سرلیکنه کې دې ته په نغوتې سره چې په سیمه کې د عربي او صهیونیستي ستوزه په عربي اوښتې ویلي وو: “د عربانو ترمنځ ستونزې په دروغجنو ستنو ولاړې وې چې موخه یي سیاسي لاسته راوړنې او مذهبي سیطره وه. ده په دې لیکنه کې لیکلي:”پر یمن د عربستان برید پر غزې د اسرایلو برید ته ورته دی او همدارنګه پر لبنان د اسرایلي رژیم او په نولس سوه اتیایم کال کې پر ایران د صدام حسین برید ته. جمال ایوب پر ایران د عراق د برید پر مهال د عربستان له وسلو کار ا خستنې او د امریکا له لوري د عراق نیولو ته په نغوتې سره وایي، “عربستان په عراق کې وهابیت تفکر ته له ایرانه د کرکې په موخه وده ورکړه نو له دې مخې ایران په عراق کې له نوي حکومت څخه د ملاتړ په برخه کې خپل مهم رول لوبولی دی، او شیعه لیبیانې او د فلسطینی سني ډلو څخه دایران ملاتړ د پخوا په پرته تر ډيره د عربستان قهر را وپاروه. دې او د خلیج نورو هیوادونو ترڅو چې وکولای شول په خپلو شیعه اوسیدونکو ظلم او زور زیاتي ته زور ورکړ او صهیونیستي دښمن ته ور نږدې او له دې رژیم سره ملګري شول.

دې اردني حقوقي فعال او لیکوال پّ یمن کې د انصارالله او په بحرین کې د خلکو پاڅون ته هم نغوته کړې او په دې هیوادونو کې رامنځ ته شوې ستونزې د عربستان له امله بولي په دې بهانه چې په دې دوه هیوادونو کې پاڅونونه د ایران له لوري رامنځ ته شوي او ساختګي پاڅونونه دي . ده زیاته کړې: “په سیمه کې د عربستان د سیاستونو نتیجه او له صهیونیستي رژیم سره ملګرتیا او په سیمه کې له مظلومو ډلو څخه د ایران ملاتړ له مخې په سیمه کې له ایرانه د ملاتړ کچه لوړه شوې او پر یمن د عربستان د بریدونو موخه، د نصارالله سیطره نه ده، بلکې دا له ایرانه ویره ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *