په خوست او پکتیکا ولایتونو کې ۳۷ وسلوال وژل شوي
د اتلافي ځواکونو په هوايي برید کې ۳۰ عرب جنګیالي وژل شوي دي
د پکتیکا ولایت رسینز دفتر له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پکتیکا خوشامند ولسوالۍ په معروف خېلو سیمه کې د اتلافي ځواکونو په هوايي برید کې ۳۰ عرب جنګیالي وژل شوي دي.
دغه خبر پاڼه د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ په جرکني سیمه کې د ۲ وسله والو د وژل کېدو خبر هم ورکوي.
خبرپاڼه لیکي، چې په دغو برید کې د وسله والو مخالفینو یو شمېر موټرې او موټر سایکلې هم له منځه تللي دي.
په ورته وخت کې د خوست ولایت رسنیز دفتر نه په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې تېره ورځ د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د شاويي په سیمه کې وسله والو پر امنیتي پوستو برید وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتې او په برید کې ۵ وسله وال وژل شوي دي.
په خبر پاڼه کې دا هم لیکل شوي، چې د مخالفینو یو میل زیګویک هم له منځه تللی دی.
تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې نه یوه نیمه اونې وړاندې د خوست ولایت د علي شېرو ولسوالۍ د بټۍ تاڼې د پروتي تنګي په سمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۳۴ تنه وژل شوي وو.
دغه برید د یو طالب قومندان د جنازې په مراسیمو کې شوی و.
د سیمې اوسېدونکو ویلې وو، چې په برید کې وژل شوي کسان کوچیان وو.
د خوست ولایت چاوراکي وايي، چې دغه برید د یو طالب قومندا د جنازې د ښخولو په مراسمو کې شوی او په کې وژل شوي ټول کسان وسله وال طالبان وو.
د اتلافي ځواکونو دغه بریدونه په داسې حال کې کیږي، چې افغانستان د ناټو او امریکا سره په شوي امنیتي تړون کې ویلي وو، چې ناټو او امریکا به نور خپل سري بریدونه او عملیات نه کوي.