بحرین ۵۷ کسان “د بمي برید پلان” په جرم محکوم کړي

د خلیج ورځپاڼې راپور ورکړی د شاه فهد پلونه چې بحرین له سعودي سره نښلوي، د دغې ډلې له هدفونو وو.

بحرین د دغه هېواد ۵۷ وګړي د یوه بمي برید د پلان په جرم په بند محکوم کړي او له یوه پرته یې له ۵۶ نورو د بحرین تابعیت هم بېرته اخیستی دی.

دغې ډلې پلان درلود چې “پر پولیسو… او د یوه سفارت په ګډون پر حساسو ځایونو او امنیتي ودانیو برید وکړي”.

د دغه هېواد د بشري حقونو ډلو دغه “ناعادلانه محاکمه” او د شیعه وګړو په بند محکومېدل غندلي دي.

دغه خلیجي هېواد په ۲۰۱۱ کال کې د شیعه ګانو د مظاهرو له درولو وروسته له خال خال ناارامیو سره مخامخ شوی دی.

په وروستۍ قضیه کې محکومو شویو ته له دریو کلونو نیولې بیا د عمري بند سزاوې اورول شوې دي.

فعالینو ویلي په بند محکومو شویو کې د کم عمر کسان هم شامل دي. څلور وګړي بې ګناه بلل شوي دي.

د خلیج ورځپاڼې راپور ورکړی، په منامه کې د سعودي سفارت او د شاه فهد پلونه چې بحرین له سعودي سره نښلوي، د دغې ډلې له هدفونو وو.

محکمې ادعا کړې چې شیعه مخالفې ډلې الوفاق او یوې بلې ټولنې الوفا چې بندیز پرې لګول شوی، د محاکمه شوي کسانو ملاتړ کاوه.

دغه خلیجي هېواد په ۲۰۱۱ کال کې د شیعه ګانو د مظاهرو له درولو وروسته له خال خال ناارامیو سره مخامخ شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *