د داعش د بیرغ پر سر د تخاري ملایانو ترمنځ ناندری رامنځ ته شوې
د داعش د بیرغ پر سر د تخاري ملایانو ترمنځ ناندری رامنځ ته شوې
په تخار کې دینې عالمانو په لاریون کې په دې خبره فزیکې نښته وشوه، چې څوک به د داعش بیرغ له ځانه سره په لاریون کې وړي.
په تخار کې دینې عالمانو په لاریون کې په دې خبره فزیکې نښته وشوه، چې څوک به د داعش بیرغ له ځانه سره په لاریون کې وړي.
په تخار ولایت کې یو شمېر روحاني عالمانو د لاریون په درشل کې د داعش بیرغ د لیږدولو پر سر شخړې دغه لاریون د عالمانو ترمنځ په نښته بدل کړ.
د تخار ولایت عالمانو د برما مسلمانانو د وژنې په اعتراض نن د (جون په ۱۱مه) لاریون وکړ دغو روحانیونو د برما لږیو مسلمانانو د وژنو د ژر تر ژره بندیدو غوښتونکي شول.
په برما کې د بودایانو او مسلمانانو ترمنځ په دینې اخوډب کې په لسګونه تنه تر اوسه وژل شوي او ټپیان شوي دي او په زرګونه نور یې د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په تخار کې دینې عالمانو په لاریون کې په دې خبره فزیکې نښته وشوه، چې څوک به د داعش بیرغ له ځانه سره په لاریون کې وړي.
په دغه لاریون کې یو شمېر ګډون والو شعارونه ورکول چې خلافت غواړو او په دې سره یې د داعش بیرغ له ځانه سره لیږداوه، چې دغه چاره د نورو له غبرګون سره مخ شوه.
د دې لاریون روحانیون وايي چې د اسلامي خلافت غوښتونکي دي
دغو کسانو د داعش د بیرغونو له لیږدولو سره شعار ورکاوه چې “دیموکراسي د کفر نظام دی، مدني ټولنه د لویځوالو مزدوران دي
دغو کسانو د داعش د بیرغونو له لیږدولو سره شعار ورکاوه چې “دیموکراسي د کفر نظام دی، مدني ټولنه د لویځوالو مزدوران دي
د تخار والي ویاند سنت الله تیمور وویل چې سره له دې چې اعتراض د هر افغان مدني حق دی خو د داعش بیرغ له لیږدونکو سره به قانوني چلند وکړي