د طارق عزيز مړی په بغداد کې پیداکړی دي

عراقي مقاماتو دطارق عزيزورک شوی مړی چې يوه اونۍ مخکې مړ شوی و، د بغداد په هوائي ډګر کې موندلی دي.

طارق عزيز په ۲۰۱۰ کال کې دمحکمي له خوا داعدام په سزا محکوم شوی و، او دجون په پنځمه نيټه داتيا کالو په عمر د ناصريه په ښار کې ومړ.

طارق عزيزډير کلونه دعراق يو له مهمو اوکليدي شخصيتونواو د پخواني اعدام شوي ولسمشر صدام حسين د نږدي ملګرو څخه و. طارق عزيز په ۲۰۰۳ کال کې په خپله خوښه ځان په عراق کې امريکائي پوځيانو ته تسليم کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *