له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت هڅې د تیرې ادارې په تناسب ښې ارزول شوې دي.

جینز دیفنس اونیزې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي ادارې یا سیګار د مشرجان سوپکو په وینا څرګندوي چې وایي، داسې ښکارې چې ولسمشرغني او اجرایي رییس عبداله عبداله په ډیرجدیت هڅې کوي څو له لګښتونو او مالي مرستو څخه څوک ناوړه استفاده ونه کړي.

سیګار پردې ټینګارکوي چې په تیروکلونو کې د اداري فساد له امله پيدا شویو ګواښونو ته پاملرنه نه کیده.

جان سوپکو وایي چې د ملي وحدت حکومت په حقیقت کې له فساد سره د مبارزې لپاره کار کوي، ده د افغانستان د ملي وحدت د حکومت مشران د تیرې ادارې په مقایسته له اداري فساد سره په مبارزه کې وستایل.

د سیاسي چارو څیړونکی عبدالکریم حقانیار چې په سویډن کې اوسي، وایي، که چیرته د ملي وحدت حکومت نړیوالو ته دا ډاډ ورکړي چې له اداري فساد سره جدي مبارزه کوي، نو افغانستان به ډیر څه ترلاسه کړي:

ولسمشر اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته د اداري فساد په برخه کې لومړی ګام د کابل بانک په لور واخیست او دغه قضیه یې وڅيړله چې بیا یې یو شمیر مجرم پیژندل شوي کسان زنداني کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *