د مصر سینا سیمه کې د السیسي پر موټور ډزې شوې دي

د سينا ټاپووزمي په سهيل کې د(شرم الشيځ) ښار په سيمه کې ترهګرو دموټرو پر کتار ډزي وکړي.

د موټرو په کتار کې دولسمشر عبدالفتاح السیسي موټر هم وو.په دغه پيښه کې چا ته زيان نه دی اوښتی. مصري مقامات وائي چې په نښه شوي موټر کې ساتونکې ،نوکران او عمله سپاره ول. خو دوی دغه خبر ردوي. ددغه کاروان په يو موټر کې د مصر عربي جمهوريت ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم سپور وو.

تر اوسه پورې هيچا ددغه بريد مسئوليت په غاړه نه دی اخستی. وسله وال کسان دپیښي له ځای څخه په تيښته بريالي شوي دي. ملي امنيت ، پوليس، او اردو ددغو کسانو دپيداکولو په لټه کې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *