په هلمند کې د واده پر یوه موټر دچاودنې له کبله پنځه ملکیان وژل شوي دي

ډیری مرګ ژوبله ښځواو ماشومانو ته اوښتې ده

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، ددغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ورا پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې په کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی د هلمند د سیمه ییزې ادارې ویاند عمر ځواک له قوله وايي، په دغه چاودنه کې لږترلږه پنځه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

ښاغلي ځواک وایي، پېښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه، چې د ورا والو یو موټر د سړک غاړې پر ماین برابر شو.

د راپورونو له مخې په وژل شوو او ټپیانو کې ټولې ښځې او کوچنیان دي.

د روان کال په پیل کې د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې په یوه ورته پېښه کې دوې مېرمنې وژل شوې وې او درې نور ټپیان شوي وو.

زابل

بل خوا، په زابل کې د درو تنو مړي موندل شوي دي.

د زابل چارواکي وایي د هغو درو تنو مړي یې موندلي چې وسله والو طالبانو د مرکز کلات او شنکي ولسوالۍ پر لاره له موټره کوز کړي او بیا یې په ډزو وژلي دي.

د زابل د پولیسو ویاند احمد جواد عسکری وایي، وسله والو دوې ورځې وړاندې څلور تنه له موټره ښکته کړي، چې دده په خبره یو یې ځای پر ځای وژلی، یو یې په تېښته بریالی شوی او دوه نور یې نن په ډزو وژلي دي.

ښاغلي عسکري وایي وژل شوي د کندهار اوسېدونکي او ولسي وګړي دي.

خو وسله وال طالبان بیا وایي، وژل شوي پولیس دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *