سیګار: د ملي وحدت حکومت له اداري فساد سره سمې هڅې پیل کړي چاپ شریکول : [Pin It] 21.03.1394 له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت هڅې د تیرې ادارې په تناسب ښې ارزول شوې دي. جینز دیفنس اونیزې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي ادارې یا سیګار د مشرجان سوپکو په وینا څرګندوي چې وایي، داسې ښکارې چې ولسمشرغني او اجرایي رییس عبداله عبداله په ډیرجدیت هڅې کوي څو له لګښتونو او مالي مرستو څخه څوک ناوړه استفاده ونه کړي. سیګار پردې ټینګارکوي چې په تیروکلونو کې د اداري فساد له امله پيدا شویو ګواښونو ته پاملرنه نه کیده. جان سوپکو وایي چې د ملي وحدت حکومت په حقیقت کې له فساد سره د مبارزې لپاره کار کوي، ده د افغانستان د ملي وحدت د حکومت مشران د تیرې ادارې په مقایسته له اداري فساد سره په مبارزه کې وستایل. د سیاسي چارو څیړونکی عبدالکریم حقانیار چې په سویډن کې اوسي، وایي، که چیرته د ملي وحدت حکومت نړیوالو ته دا ډاډ ورکړي چې له اداري فساد سره جدي مبارزه کوي، نو افغانستان به ډیر څه ترلاسه کړي: ((د سیګار خبره ښه زیری دی، که چیرته د افغانستان حکومت نړیوالو ته قناعت ورکړي چې له اداري فساد سره په مبارزه کې ژمن دی او په دې لارې کې جدي هڅې کوي نو افغانستان به د نړیوالو مرستې راجلب کړي او هغه مرستې چې مخکې له افغانانو سره د هغوی ژمنې شوې وي هغه به افغانستان ته وسپارل شي.)) د امریکا متحد ایالتونو په افغانستان کې د خپلو پروژو د څارنې لپاره د سیګار اداره جوړه کړه، څو دغه اداره امریکایانو ته ځواب ورکړي چې د دوی د مالیاتو پیسې په افغانستان کې څرنګه مصرف کیږي. د حامد کرزي پر اداري د افغانستان دننه او بهر د سیګار د اداري په ګډون دا انتقادونه کیدل چې له اداري فساد سره سمه مبارزه نه کوي. خو اوس د یو شمیر وزارتونو چارواکي د اداري فساد په تور نیول شوي دي. ولسمشر اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته د اداري فساد په برخه کې لومړی ګام د کابل بانک په لور واخیست او دغه قضیه یې وڅيړله چې بیا یې یو شمیر مجرم پیژندل شوي کسان زنداني کړل.

په سوریه کې د ولسمشر پرضد د پاڅون له څلورو کلونو تېرېدو وروسته، د دغه هېواد په روانه کورنۍ جګړه کې تر اوسه له ۲۲۰ زرو ډېر انسانان وژل شوي، او نژدې ۱۲ میلیون نور وګړي له خپلو کورنوکوچېدلي دي.

د نارویې مخکښو سیاسي ګوندونو د ۲۰۱۷ کال تر پایه د اتو زرو سوري کډوالو د کوربه توب هوکړه کړې ده.

ددغې هوکړې په مخې، به زر کډوال په روان کال کې د ناروې مېلمانه وي، چې وړاندې دا شمېر ۵۰۰ کډوال ښودل شوی و.

نور کډوال به د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو په اوږدو کې ولاړ شي.

دغه کډوال د ناروې د ښي اړخي ګوند د هغې غوښتنې د منل کېدو په لړ کې شوې وه، چې لږکیو ته پام کوي.

ګوندونو ویلي، ناروې په راتلونکو دوو کلونو کې د ۱۰ زرو کډوالو د منلو هوکړه کړې ده.

په هوکړه کې دا هم راغلي، چې د سوري کډوالو د منل کېدو په لړ کې باید له دغو کډوالو سره په بېلابېلو هېوادونو کې مالي مرستې وشي.

ملګري ملتونه وايي، په سوریه کې د ولسمشر پرضد د پاڅون له څلورو کلونو تېرېدو وروسته، د دغه هېواد په روانه کورنۍ جګړه کې تر اوسه له ۲۲۰ زرو ډېر انسانان وژل شوي، او نژدې ۱۲ میلیون نور وګړي له خپلو مېنو کوچېدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *