د ښونکيو د اعتصاب لمن فراه ولايت ته هم وغځيده

په تالقانو کې ښونکيو د ښونځيو ورونو په تړولو سره خبرداری ورکړی که چيرې ددوي غوښتنې ونه منل شي ددوي له لوري اعتصاب به روان وي. بله خوا په کابل کي هم د ښونځيو اعتصاب پر خپل ځای پاتې دی

په تخار ولایت کې هم په زرګونه ښونکیو په کاري اعتصاب لاس پورې کړی او د ښونځیو ورونه یي تړلي دي. دې ښونکیو هم ویلي: ولسمشر په ټاکنیزو تبلیغاتو کې له دوی څخه غوښتي وو ترڅو ده ته رایه ورکړي او له بریالیتوب وروسته به پر دوی د ځمکو د نمرو ویش پیل کړي.

ددې ښونکیو په وینا، ولسمشر ژمنه کړې وه که چیرې بریالی شي د ښونکیو معاشونه به لوړ کړي او دوی ته به ځآنګړې پاملرنه ولري خوتر اوسه د ولسمشر ددې ژمنو د پلي کیدو څرک نه لګي او ترڅو کې چې ښاغلي غني خپلې کړې ژمنې نه وي پلې کړې خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي.

خو د تخار پوهنې ریس عبدالقادر افغان ویلي چې ډير ژر به د ښونکیو غوښتنې ته رسیدنه وشي. ددوی په وینا څلور ښارګوټې ښونکو ته د ویش لپاره چمتو دي او ډیر ژر به په دې برخ کې پلې ګامونه پورته شي. د ښونکیو د اعتصاب ډير زیان زدکونکې ګالي

زدکونکي له حکومت څخه غواړي ترڅو د ښونکیو غوښتنو ته رسیدنه وکړي ځکه چې دوی له زدکړو بې برخې شوي دي.

په کابل کې دا اعتصاب دوهمې اونۍ ته غځیدلی او ښونکې پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي دوی هم په ډې اند دي چې ددې اعتصاب ډير زیان زدکونکو ته رسیږي خو ښونکي وایي چې خپلو غوښتنو ته د رسیدو لپاره له اعتصاب پرته بله لاره نلري

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *