اردني پیژندل شوي حقوق پوه او فعال (جمال ایوب) په خپله یوه مقاله کې له دې سره چې پر یمن یې د سعودي عربستان پر بریدونو نیوکه کړې او دا بریدونه یي د اسرایلو په ګټه ښودلي ویلي یي دي، عربستان له هرڅه حتی له ځانه ویره لري. ده د آل سعود کورنیو اختلافاتو ته په نغوتې سره ویلي: “عربستان له هر څه حتی له ځانه هم ویره لري، ځکه چې ددوی د کورنیو اختلافاتو په هکله هم خبرونه خپاره شوي او حتی ځینې عربي مشران پر یمن د خپل هیواد له بریدونو سره مخالفت دي او د کار پوهانو په آند، د عربستان نوی حکومت به له منځه ځي.

ده د عربستان له لوری د عربي ځواکونو په   جذبولو کې د ډالردلار رول او د مصر پوځ ته په نغوتې سره ویلي، دا ګام د سیمه ایزو هیوادونو په ګټه نه دی په ځانګړې توګه د مصر لپاره چې اوس مهال د یو شمیر تکفیري ډلو له شتونه څوریږي. جمال ایوب تاریخ ته په کتو ټینګار کوي وایي: “په ناچاری سره د عربستان برخلیک به هم د نورو عربی حکامو په څير وي چې هغه له منځه تلل او زوال دی او پر یمن تیری د عربستان د له منځه تلو پیل دی”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *