د ترکیې د پارلماني ټاکنو پایلې

د ترکيې په پارلماني ټاکنو کې د رجب طيب اردوغان په مشری حاکم گوند اکثريت له لاسه ورکړی او په دي هيوا کي د حاکم گوند له لوري د نظام د بدلون هخي له ماتي سره مخ شوي، په دي تاکنو کي د لومري ځل لپاره د کردانو يوه گوند پارلمان ته لاره موندلې ده

په ترکیه کې ټاکنې چې ډیری یې په دې هیواد کې تاریخي ټاکنې بولي تیره ورځ تر سره شوې. د ټاکنو غیر رسمي پایلو له مخې، د ولسمشر(رجب طیب اردوغان) په مشری حاکم ګوند په تیرو دیارلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړی دی. د ترکیې ټي آر ټي ټلویزیون د ریپوټ پر بنسټ، د عدالت او پرمختګ ګوند یو څلویښت سلنه رایې تر لاسه کړې چې دا کچه په یواځې سره د حکومت رامنځ ته کولو کې بسنه نکوي. د حاکم ګوند لومړي وزیر احمد داوود اغلو خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل: د خلو پریکړه سمه پریکړه ده. ده دخپل ګوند د ترکیې د ملاتیر وښود او له خلکو څخه یي راتلونکې ته د هیله مندی غوښتنه کړې ده. دوی ویلی: ” خلکو خپله دنده تر سره کړې او مونږ له دوی څخه مننه کو. ددوی د پریکړو ځواک له ټولو لوړ دی او ټول باید په دې پوه شې چې د امنیت د ټینګښت لپاره بشپړ چمتوالی نیول کیږي. خلک باید راتلونکې ته هیله مند پاتې شي ځکه چې د عدالت او ودې ګوند د ترکیې د ملاتیر دی.”

د نومه وړي ګوند مشرانو هڅه کوله ترڅو په پارلمان کې د ډيریوځوکیو په تر لاسه کولو سره ولسمشر ته د ډیرو اختیاراتو لاره هواره کړي او په دې سره پارلماني نظام په ریاستي نظام بدل کړي. خو په ظاهري توګه ترکانو دې پلان ته رایه ورنکړه او د مخالفینو مشرانو هم دې ګوند د رایي نه ورکول د اردوغان له سیاست مخالفت ښودلی دی.

په دې ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره د کردانو یو ګوند پارلمان ته لار پیدا کړه. د دی ګوند مشر(صلاح الدین دمیرتاش) په یو خبري ناسته کې وویل چې دغو ټاکنو د اجرایی ولسمشر او د دیکتاتوری موضوع ته یې د پای ټکی کیښود. دوی زیاته کړې: ،، که څه هم په دې ګوند باندې بریدونو هڅې تر سره شوی او واکمن ګوند ټولې سرچینې په واک کې درلودې بیا هم موژ بریالتوب ته ورسیدو موږ مظوم او کارګر خلک تل د عدالت غوښتونکې یو .؛؛

د چارو کارپوهانو په اند د ترکیې ۲۰۱۵ کال پارلماني ټاکنو پایلې دغه هیواد یې یو نوي سیاسي پراو ته د ننه کړ ترکیه د سیمې په کچه یو له تاثیر لرونکی هیواد دی او د سیمې په بدلون کی مهم رول لری د عدالت ګوند که څه هم د ټاکنو کټونکی دی خو د راپورونو پر بنسټ دغه اسلامي ګوند دا ځلې د حکومت رامنځته کولو لپاره د ترک نور ګوندونو ایتلاف ته اړتیا لري .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *