د حکومتولی روښانه تگلارې نشتون او کورني اختلافات، هغه دوه لاملونه دي، چي نن مشرانو جرگې حکومت پري تورن کړ. د دي جرگې غړيو ويلي د حکومت مشران ددي پر ځاي چي لويو مسايلو ته پاملرنه وکړي په خپلو منځو کي په اختلافاتو بوخت دي. دوي ويلي د ښونکيو مسله ستونزمنه ده او بايد جدي ونيول شي

د بدخشانو ولایت یمګان ولسوالی تیره ورځ د دولت وسله والو مخالفینولاس ته ورغله. امنیتي مسولینو دا ماته تکتیکي شاتګ ښودلی خو سناتورانو نن وویل: په هیواد کې وروستۍ ناامنۍ د اندیښنې وړ دي او حکومت په دې هکله روښانه تګلاره نلری. دوی د حکومت پر مشرانو نیوکه وکړه وویل: مسولین ددې پر ځای چې لویو ستونزو ته رسیدنه وکړي په خپل منځیو اختلافاتو بوخت دي.

د مشرانو جرګې غړیو وویل: زنځیره یي وژنې او د سوداګرو برمته کول یوه بله ستونزه ده چې خلک ورسره لاس او ګریوان دي. ددوی په وینا په تیره یوه میاشت کې شل تنه سوداګر برمته شوي دي.

له دې سره مشرانو جرګې په کابل کې د ښونکیو اعتصاب د اندیښنې وړ ښودلی ویلي یي دي حکومت باید دې ستونزې ته رسیدنه وکړي. ښونکیو ته ځمکو ورکول او د ملکي خدماتو په قانون کې بدلون د مشرانو جرګې غوښتنه وه

د غوندې په لړ کې وپتیل شوه تر څو د چهار شنبې په ورځ د لوړو زدکړو او پوهنې جرګه ګۍ کمیسیون د پوهنې وزارت مسولین ور وغواړي په دې هکله له دوی څخه ما لومات تر لاسه کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *