په زابل ولايت کي امينتي سرتيرو د وسله والو مخالفينو يو مهم مرکز نيولی دی

د تبسخر غونډۍ چي يوه ستراتيژيکه سيمه او له ديارلسو کلونو راهيسي د دولت له وسله والو مخالفينو سره وه او پر څلورو و لسواليو يي تسلط درلود د دولت لاس ته ورغلې ده

دلومړنیو ریپوټونو له مخې دا مرکز د وسله والو له لاسه وتلی او امنیتي ځواکونو تر لاسه کړی دی. ویل کیږي له دیارلسو کلونو راهیسې د تبسخر غونډۍ د وسله والو مخالفینو اصلي مرکز ګڼل کیده، د کو رنیو او بهرنیو وسله والو لپاره په یوه ښه مرکز اوښتی وو. په دې سیمه کې ونې او ځنګلونه ددې لامل شوي وو ترڅو داسیمه د وسله والو په پټنځای بدله شي او نیولو یي هم ډيرې مودې ته اړتیا درلوده خو په دې وروستیو کې ګډو امنیتي افغان ځواکونو دا سیمه نیولې ده.

ویل کیږي په دې سیمه کې شل کلي شتون لري او اسیدونکي یي وایي په ډې سیمه کې د پر له پسې جګړې له امله ډیری کسان په رواني ناروغیو اخته شوي دی.

د زابل عملیاتي کنډک قومندان آصف خان توخي ویلي: په دې سیمه کې د ملي اردو او پولیسو ګډ مرکز جوړ شوی او په دې سره د کابل کندهار په لویه لاره د ګواښونو کچه هم ټیټه شوې ده.

د زابل ولایتي شورا ریس عطاجان حق بیا هم له دولت څخه غوښتي ترڅو خلکو ته د ژوندانه لومړنۍ آسانتیاوې رامنځ ته کړي او که چیرې په دې سیمه کې د حکومت آسانتیاوې شتون ونلري نو سیمه ایز خلک به یوځل بیا له وسله والو مخالفینو سره یوځای شي دا په داسې حال کې ده چې دې ځواکونو د بدر په نامه د عملیاتو پر مهال د سورخکانو سیمه د داعش له وسله والو پاکه کړې وه خو ویل کیږي چې سیمه یو ځل پیا په خپل حال پریښودل شوې او د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *