ديمن په هکله د سويس کنفرانس به ترراتولونکي اونۍ پيل شي

ملگرو ملتونو لوی منشي بانکي مون، له ټولو يمني مشرانو غوښتي ترڅو په ښه نيت او له کوم شرط وراندي کولو پرته په دې ناسته کي گډون وکړي او د يمن جگړې ته د پاي تکي کيږدي

د یمن د سولې په هکله کنفرانس به، ددې هیواد دسیاسي ګوندونو او ډلو د مشرانو په ګډون د روانې زیږدې میاشتې په څوارلسمه نیټه د سویس په جینو ناسته کې پیلیږي. حوثیانو او تښتیدلي ولسمشر منصور هادي په دې ناسته کې ګډون ته چمتوالی ښودلی دی. بانکي مون د یمن په جګړه کې له ښکلیو خواوو غوښتي ترڅو په ښه نیت او د کوم شرط له وړاندې کولو پرته په دې ناسته کې ګډون وکړي. له دې سره په یمن کې جګړې ته زور ورکړل شوی او د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف پر حوثیانو خپل بریدونه ډیر کړي او د حوثیانو هم تیره ورځ د عربستان په لور د سکاد یو توغندی توغولی دی.

ددې غورځنګ اړوند د المسیره ټلویزیوني شبکې ویلي دا توغندی د شهزاده خالد په نامه د پوځي هډې په لور توغول شوی دی. په ورته حال کې ګډې پولې ته نږدې د حوثیانو او عربي ځواکونو ترمنځ د نښتو لمن پراخه شوې ده. په یمن کې له دوه میاشتو راهیسې جګړه پیل شوې چې تر ا وسه یي له امله له دوه زره ډیر کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *