د تاجکستان کورنيوو چارو وزارت يوه چارواکي د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ د شوني سختي   جگړې له امله خواشيني څرگنده کړې ويلي يي دي، که چيرې دا دوه ډلې کابو نشي د سيمي امنيت به له گواښ سره مخ کړي

د تاجکستان کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر(فیض الله ګدایف) ویلي: که چیرې نړیواله ټولنه په بشپړه توګه د داعش وسله والې ډلې د له منځه وړلو لپاره یو منظم پلان رامنځ ته نکړي، له نورو مخالفو ډلو سره به یي سختې جګړې رامنځ ته شي.

ښاغلي ګدایف زیاته کړې، که چیرې دا جګړه پیل شي، په ډیرې بیرحمۍ سره به پر مخ لاړه شي او د سیمې یو شمیر هیوادونو لپاره به سر خوږی رامنځ ته کړي.

دده په آند د طالب او داعش ترمنځ جګړه به مالي او ایدیولوژیکي جګړه وي.

د تاجکستان د دولت دې پخواني چارواکي ویلي: داعش د سلفیه او طالب هم د حنفیه په باور فعالیت کوي او دا دوه ایدیولوژۍ هیڅ کله سره یو کیدای نشي او بیلګه یي په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو او داعش تر منځ جګړه ده.

له دې سره ګدایف ویلي: د نشه یي توکیو قاچاق د دواړو ډلو لپاره اړین دی او هره ډله به د ډيرې ګټې لپاره هڅې وکړي. ده ویلي د نشه یي توکیو قاچاق د نړیوالو ترهګرو لپاره یوه سرچینه ګڼل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې په افغانستان کې د داعش ډلې یوه چارواکي له طالبانو سره د خپلې جګړې د دوام په هکله خبر ورکړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *