د اوکراين ولسمشر ددې هيواد په ختيځ کي د وروستيو نښتو له امله خواشيني څرگنده کړې او پر دي سيمو يي د روسيي د بريدونو په هکله خبرداری ور کړی ويلي يي دي، روسيي خپل ډيری سرتيري گډې پولي ته نږدي ځاي پر ځای کړي دي

د اوکراین ولسمشر(پتروپروشنکو) ددې هیواد په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو او دولتي سرتیرو تر منځ د سختې جګړې په هلکه اندیښنه ښودلې او له روسیې څخه یي غوښتي ترڅو دونتسک هوکړې ته ژمن پاتې شي. له دې سره پروشنکو د اوکراین په ختیځ د روسیې دپراخ برید په هکله چې کیدای شي د مسکو له لور ي تر سره شی خبرداری ورکړی ویلي یي ډي، ګډې پولې ته نږدې ډیری روسي سرتیري ځای پر ځای شوي او د بیلتون غوښتونکو تر واک لاندې په سیموکې هم په بیساري توګه روسي سرتیري ځای پر ځای شوي دي.ده ویلي: ” د روسیې د شوني برید په هکله تاسو ته ویلی شم چې ګډې پولې ته نږدې ډيری روسي سرتیري ځای پر ځای شوي او په د بیلتون غوښتونکو ترواک لاندې په سیمو کې هم ددوی شمیره په بیسارې توګه لوړه شوې ده. د تیر کال له اګست میاشتې راهیسې روسیې هیڅکله پولې ته نږدې د خپلو سرتیرو شمیره دومره نه وه لوړه کړې.”

تیره اونۍ د اوکراین ختیځو ددو ښارونو( مارینکا او کراسنوریوکا) شاخوا ته د دولتي سرتیرو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ سخته جګړه رامنځ ته شوې. د بیلتون غوښتونکو مشر(راخارچنکو) ویلي، په دې نښتو کې څلور سوه دولتي سرتیري وژل شوي او زرو په شاوخوا کې نور ټپیان دي خو اوکرایني چارواکیو بیا دا ادعا رد کړې ده. د اوکراین ولسمشر ویلي د بیلتون غوښتونکو برید په شا تمبول شوی او دوی له مارینکا ښار څخه وسله والو شاتګ ته اړ کړي دي. د اوکراین جګړې په هکله د امنیت شورا د تیرې ورځې په ناسته کې هم خبرې وشوې او د اوکراین سفیر پر روسي تور پورې کړ چې تر اوسه هم له بیلتون غوښتونکو سره مرستې کوي.

د اوکراین دولت او وسله والو له څلورو میاشتو راهیسې پر اوربند هوکړه کړې خو د پر دې اوربند یوه څارونکې بنسټ خبرداری ورکړ چې دواړو خواوو له دې هوکړې سرغړونه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *