په فلسطين او اسرايلو کي د بشر حقونو ځانگي پر غزې د اسرايلو د بريد پر مهال د ماشومانو له حقونو د سرغړوني ريپوټ چمتو کړی او کيداي شي د اسرايلو نوم د ماشومانو له حقونو د سرغړونکو په نوم لړ کي راشي. پر غزې د اسرايلو په بريد کي ۵۴۰ فلسطيني ماشومان وژل شوي دي.

دملګرو ملتونو اړوند دې ادارې یو ۲۲ پانه ایز ریپوټ چمتو کړی، چې پکې پر غزې د اسرایلو د برید پر مهال د ماشومانو له حقونو سرغړونه په ډاګه شوې ده. دا ریپوټ د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون ته سپارل شوی او د ملګرو ملتونو ځینې ادارو چې په دې ریپوټ کې خپل رول لوبولی، د اسرایلو نوم یي د ماشومانو له حقونو د سر غړونکو په نوم لړ کې لیکلی دی.

پر غزې د اسرایلو په برید کې له دوه زره سلو ډیر فلسطینیان ووژل شول چې له دوی څخه یي ۵۴۰ ماشومان، او ۳۷۱ تنه یی هغه ماشومان وو چې عمرونه یي له دولسو کلونو لږ وو. د ملګرو ملتونو بیلا بیلو څانګو له لوري په دې چمتو شوي ریپوټو کې راغلي چې فلسطینیانو په ډيرې بیرحمۍ سره د ما شومانو له حقونو سر غړونه کړې ده او ټولو دې ادارو په هغه نوم لړ کې د اسرایلو د نوم پر لیکلو هوکړه کړې ده کوم چې د ماشومانو له حقونو سرغړونکي ګڼل شوي دي.

اسرایل او د امریکا په څیر ددوی ملګري هیوادونه هڅه کوي ترڅو د ملګرو ملتونو له دې ګامه مخنیوی وکړي، خو اړوندو ادارو له بانکي مونه غوښتي ترڅو د امریکا او اسرایلو د نورو ملګرو هیوادونو تر فشار لاندې رانشي. ددې ریپوټ څیړل به له راتلونکې ا ونیه د ملګرو ملتون د استازو له لوري پیل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *