د بدخشان یمګان ولسوالی طالبانو نیولی ده

د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالي امنيه قومندان په يوه چاودنه کي وژل شوي   همدارنگه د کورنيوچارو وزارت له لوري په خپري شوي خبر پانه کي د هيواد په بيلا بيلو برخو کي د لسگونو وسله والو له وژل کيدو خبر ورکري دي

له بدخشانه د وروستیو رارسیدلو ریپوټونو له مخې، سیمه ایزو طالبانو د یمګان ولسوالی نیولی ده. د بدخشان سرپرست والي(شاه ولي ادیب) ویلي: وسله والو له یوې اونۍ راهیسې پر دې ولسوالی برید پیل کړی او تیره شپه یي د ولسوالۍ ودانۍ نیولې ده.

دوی ویلي امنیتي ځواکونو له ولسوالیه یو کیلو متره لرې ځای پر ځای شوي او د طالبانو له پرمختګه مخنیوی کوي.

له دې سره دوی ویلي له هوایي ځواکونو د مرستې غوښتنه شوې ده

د ادیب په وینا، وسله والو د بهرنیانو په امر پر دې و لسوالی برید کړی او د ټولو وسله والو شمیره دوه سوه کسانو ته رسیږي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي ویلي دا ولسوالۍ یي له ټولو پوځي وسایلو سره نیولې او یو شمیر سرچینې وایي په دې نښته کې دولس امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د خوس ولایت علیشیرو ولسوالی څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، امریکایي څارګرې الوتکې د جنازې پر مراسمو برید کړی چې له امله یي څلور دیرش کسان وژل شوي دي. د ولسي جرګې د اقوامو، قبایلو او کوچیانو د جرګه ګۍ ریس (حیدرجان نعیم) ویلي: دا برید تیره ورځ پر هغه کسانو تر سره شوی چې د جنازې له مراسمو د بیرته راتګ په حال کې وو. ځینې کسان بیا وایي دا برید د یوه طالب قومندان د جنازې پر مراسمو شوی د هغه طالب قومندان چې یوه ورځ مخکې د امینتي ځواکونو له لوري وژل شوی وو.

بله خوا په غزني ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې نهه کسان وژل شوي او له شلو ډیر نور ټپیان دي. د غزني مرستیال والي په وینا، ډيری وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي . پّ ورته حال کې کورنیو چارو وزارت د یوې خبر پآڼې په خپرولو سره د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د عملیاتو پر مهال د ۹۶ وسله والو له وژل کیدو خبر ورکړی دی. دا عملیات په تخار، قندوز، بدخشان، جوزجان، ارزگان، غزني، پکتيا، پکتيکا، خوست، قندهار او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *