د جنازې پر مراسمو هوايي بريد کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

د خوست ولايت د عليشيرو په ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو هوايي بريد شوی، چې له دېرشو زيات کسان پکې وژل شوي دی، چارواکي وايي ټول طالبان دي.

د خوست مرستيال والي عبد الواحد پټان وويل چې نن له غرمې مخکې بهرنيو قواوو الوتکو د علي شيرو د ولسوالۍ د (بټۍ تاڼه) په سيمه کې يوه ډله طالبان په نښه او له منځه يې يوړل.

پټان زياته کړه (تېره ورځ د همدې ولسوالۍ د ببرک تاڼې په سيمه کې پر يوه پوسته مخالفينو بريد وکړ، چې په جګړه کې د يو سرګروپ په ګډون څلور تنه طالبان ووژل شول، نن دهمدې طالبانو خښولو ته نور طالبان راټول شوي وو، چې الوتکو تر بريد لاندې ونيول او څلور دېرش (۳۴) تنه يې ووژل، وژل شوي کسان ټول وسله وال مخالفين دي، په هغوی ښځې، ماشومان يا نور عام خلک نه شته).

د عليشيرو ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد نذير او په خوست کې د سرحدي پوليسو د زون قوماندان بصير خپلواک هم بمباري تصديق کړه، خو ويې ويل تر اوسه پورې د تلفاتو دقيقه شمېره په لاس کې نه لري.

په وولسي جرګه کې د کوچيانو استازي حيدرجان نعيم زوی وويل چې د بټۍ تاڼه په سيمه کې د بمبار له کبله ورته د څوارلس تنو د وژل کېدو خبر رسيدلی دی.

په خوست کې يوې دولتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط (بريد پر يوه جنازه شوی، کله چې خلک د مړي له خښولو وروسته له هدېرې راستنيدل، د بهرنيو قواوو بې پېلوټه الوتکې په نښه کړل، څلور دېرش تنه شهيدان، او لسګونه نور ټپيان شول).

د سيمې اوسيدونکي او باخبرې سرچينې وژل شوي کسان ملکي وګړي بولي.

په دغه سيمه کې کوچيان ميشت دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې دغه بريد پر طالبانو نه، بلکې پر ملکي وګړو شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *