سعودي د یمن پر صعده بیا بمبارۍ پیل کړې

یمن کې وګړي د خوارکي توکو او سونتوکو له سخت کمښت سره مخامخ شوي

د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف الوتکو د جمعې په ورځ ناوخته د یمن صعده ولایت کې د حوثیانو ګڼ ځایونه په نښه کړي دي.

ایتلاف وايي، په تازه بمباریو یې د صعده سحار ولسوالۍ کې د حوثي ملېشو د مشر محمد عبدالسلام او ضحیان ښار کې د حوثیانو د یوه بل قومندان عبدالکریم الحوثي کورونه ویجاړ کړي دي.

دغه ایتلاف د صعده اوسېدونکو ته د وتلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی و، چې په پوره کېدو یې یوځل بیا هوايي بریدونه پیل کړل.

د سعودي حکومتي تلوېزیون ویلي، په بریدونو کې د حوثیانو د مشر عبد الملک الحوثي او ګڼو نورو مشرانو د اوسېدو ځایونه او ددوی مرکزونه په نښه شوي دي.

په دې بمبارۍ کې د مخابراتو مرکزونه او د وسلو زېرمې هم په نښه شوې دي.

وړاندې د سعودي چارواکو له صعده ولایت او ګاونډیو سیمو نه ټولو اوسېدونکو ته د جمعې ورځې تر لمر لوېدو پورې د وتلو خبرداری ورکړی و.

سعودي عربستان دا ګام وروسته تر هغه واخیست، چې حوثیانو د سعودي پر ځینو سرحدي ښارونو بریدونه وکړل.

د تېرې جمعې په ورځ سعودي په یمن کې د پنځو ورځو لپاره د بشري مرستو رسولو له کبله اوربند اعلان کړ، چې په وینا یې که چېرې حوثي یاغیانو دغه اوربند ومانه، د روانې مې پر ۱۲ (سې شنبې ورځ) به پیلېږي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وویل “پرېکړه مو دا ده چې د سې شنبې په ورځ ـ مې ۱۲ ـ د غرمې پر یوولسو بجو اوربند پیل شي، او تر پنځو ورځو به دوام وکړي، خو که اړتیا وي، غځېدلی هم شي”.

سعودي عربستان د صعده ولایت او ګاونډیو سیمو اوسېدونکو ته د جمعې ورځې تر لمر لوېدو پورې د وتلو ضرب الاجل ټاکلی و.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف په صعده ولایت کې د حوثیانو د مشرانو او قومندانانو ځایونه په نښه کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اړوندې ادارې خبرداری ورکړی، چې یمن کې د خوراکي توکو د مرستو ځنډول په دې هېواد کې د لسګونو زرو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، اوربند دې ته اړتیا لري چې “حوثیان بریدونه ودروي، خپل ځواکونه کښېنوي او له درنو وسلو کارولو ډډه وکړي”.

نوموړی وايي، دغه اوربند غځول کېدای هم شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اړوندې ادارې خبرداری ورکړی، چې یمن کې د خوراکي توکو د مرستو ځنډول په دې هېواد کې د لسګونو زرو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.

دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *