په مزارشريف کې لګیدلي اور څو کانتينرونه سوځولي

د مزارشريف ښار سوېل ختيځ لور ته د تيلو عمده پلورنځي شرکت کې اور لګيدلي.

نږدې يو ساعت وړاندې د مزارشريف ښار سوېل ختيځ لور ته د مارمل سړک اخري لوري ته د تيلو په عمده پلورنځي کې اور لګيدلی، چې لا هم نه دی مهار شوی.

د بلخ ولايت د امنيه قومنداني وياند شيرجان دراني ویلي د اورلګيدنې د پخلي تر څنګ وويل، چې سربيره پر دې چې په کره توګه ورته معلومه نه ده، چې څه شي اور اخيستی؛ خو سيمې ته يې اطفایه استولې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د دوی د معلوماتو له مخې ممکن د ګازو وړو بالونونو اور اخيستی وي.

خو د سيمې اوسيدونکي وايي، چې د تيلو عمده پلورنځيو اور اخيستی دی.

د همدې سيمې هټيوال ته وويل، چې نږدې يو ساعت وړاندې د تيلو د عمده پلورنځيو په کانتينرونو کې اور ولګيد.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه سيمه کې په کانتيرونو کې چې د تيلو له سترو بيلرونو څخه ډک وي،   شپږ عمده پلورنځي دي.

د هغه په وینا له دغو کانتينرونو څخه په يوه اور ولګيدو او په لږه شېبه کې يې يو بل کانتينر ته، چې د تيلو له بيلرونو څخه ډک لاره وکړه.

د مزارشريف ښار د اطفايې نوکريوالي وويل، چې سيمې ته يې د اوروژنې څلور قوې استولي؛ خو لا هم اور روان دی.

نوموړي زياته کړه، چې د پيښې له ځايه ورسره وروستي معلومات نه دي شريک شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *