په تیرو ۹ میاشتو کې د ‘داعش’ ۱۰۰۰۰ جنګیالي وژل شوي

د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په عراق او سوریه کې پر ”اسلامي دولت” تر ۴۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي.

امریکا وایي له هغه وخته چې د ”اسلامي دولت” (داعش) پرضد یې ایتلافي بریدونه پیل کړي، د دغې ډلې ‎تر لس زره زیات جنګیالي یې وژلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انتوني بلینکن ویلي ”زموږ ټلوالې په تېرو نهو میاشتو کې د ”اسلامي دولت” ځواکونو ته (ډېر زیانونه) اړولي.

هغه زیاته کړه چې ”دا به یو اغېز ولري” خو خبرداری یې ورکړ چې داعش اوس هم د ابتکاري بریدونو وړتیا لري.

نوموړي دا خبري وروسته له هغه وکړې چې ایتلاف په پاریس کې د عراق د ستراتیژۍ په اړه غونډه درلوده .

استازو د عراقي لومړي وزیر حیدر العبادي د پلان پلوي وکړه چې رمادي ښار بېرته ونیسي –هغه ښار چې د داعش په لاس يې تېره میاشت نیول کېدل، العبادي د نړیوالي ټولنې (ناکامي) وبلله.

هغوی همدارنګه د سوریې د تاوتریخوالي د پای لپاره د هڅو د ”چټک پیل” غږ وکړ.

موټربم ځانمرګي بریدونه

‎له فرانس اینټر راډیو سره د چهارشنبې په مرکه کې ښاغلي بلینکن ټیګار وکړ چې د ټلوالې کمپاین ناکام نه و.

هغه وویل: ”موږ پام وړ بریاوې لرلې، خو داعش اوس هم یوه سخت ځانې ډله ده چې د بریدګرانه ابتکاراتو وړتیا لري”.

ه فرانسې کي د عراق سفیر، فرید یاسین، په چهارشنبې، د امریکې ددې پرېکړې هرکلی وکړ چې غواړي ۲۰۰۰ (اې ټي-۴) ډوله د زغره والو موټرو- بمونو ضد توغندي عراق ته ولېږي چې په رمادي ښار کې یې د حکومتي ځواکونو د مورال په کمزوري کولو کې مرسته کړې وه.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه، داعش د تېر کال پرتله اوس د عراق د ۲۵ ٪ لږ ځمکې واکمن دی، کله چې موږ خپل هوايي بریدونه پیل کړل، او دا چې داعش پام وړ سړي او تجهیزات ‎له لاسه وړکړي.

د ښاغلي بلینکن دا ادعا چې د داعش تر ۱۰۰۰۰ ډېر جنګیالي وژل شوي، په خپلواکه توګه نشي تاییدېدای.

د سوریې لپاره د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ټولنې د اپریل په پای کې ویلي وو چې د سوریې په ایتلافي هوایي بریدونو کې د داعش ۱۹۹۲ جنګیالي (او ۶۶ ولسي وګړي) وژل شوي وو.

په تېره فبرورۍ کې، د امریکا د ملي استخباراتي ادارې مشر، (جیمز کلاپر) کانګریس ته ویلي وو، داعش د (۲۰۰۰۰ او ۳۲۰۰۰ ترمنځ) جنګیالي راټولولای شي او دا چې د هغوی په لیکو کې د تښتېدلو شمېر (د پام وړ) دی.

بل خوا، په فرانسې کي د عراق سفیر، فرید یاسین، په چهارشنبې، د امریکې ددې پرېکړې هرکلی وکړ چې غواړي ۲۰۰۰ (اې ټي-۴) ډوله د زغره والو موټرو- بمونو ضد توغندي عراق ته ولېږي چې په رمادي ښار کې یې د حکومتي ځواکونو د مورال په کمزوري کولو کې مرسته کړې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *