دداعش وسله وال د سوریې حسکې دروازې ته رسیدلي

داعش په وروستیو ورځو کې د ښار په شاوخوا کې خپل بریدونه ډېر کړي. ددغه ښار چارې د سوري حکومت او کردي سیمه ییزې ادارې له خوا سمبالیږي.

رپوټونه وايي، د ”اسلامي دولت” د سوریې شمال ختیځ الحسکه ښار ته نژدې شوي او هلته له حکومتي او کردي ځواکونو سره په سختې جګړې بوخت دي.

له الحسکه ښاره ګڼ وګړي په داسې حال کې وتلي، چې پر ښار برېښنا پرچاو شوې او مخابراتي اسانتیاوې نه لري.

رسنیو د الحسکه د والي محمد زعال العلي له خولې ویلي، ”اسلامي دولت” په تېرو پنځو ورځو کې د الحسکه ښار د ننوتلو دروازو کې د پوځ د تلاشۍ پوستو کې ۱۳ موټربم چاودنې کړې دي.

نوموړی وايي: ”د پوځ د تلاشۍ پوستو کې له ۱۳ ډېر بریدونه شوي، چې ولسي خلک یې په ډېره زیاته وېره کې اچولي دي”.

والي وايي، پر بریدونو سربېره، وسله وال په سخته جګړه کې ښکېل دي او سوري پوځ د ښار شاوخوا د تلاشۍ پوستې لاهم په واک کې لري.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، وسله وال اوس د الحسکه ښار په نیم کیلومترۍ کې دي.

عبدالرحمن زیاتوي د ”اسلامي دولت” جنګیالیو د الحسکه ښار شاوخوا د تلاشۍ ټولې پوستې د تېرې چارشنبې په ورځ د ۶ ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو نیولې دي، او نیم ودان شوی زندان یې هم نیولی دی، د برېښنا پر برجونو واکمن شوي دي.

پر همدې مهال، د سوریې پوځي چورلکو د وسله والو پر مرکزونو بیرلي بمونه غورځولي دي.

عبدالرحمن وايي، د الحسکه ښار شاوخوا د چارشنبې ورځې جګړه کې لږترلږه ۲۷ سوري پوځيان او د ”اسلامي دولت” ۲۶ جنګیالي وژل شوي دي.

”اسلامي دولت” په وروستیو ورځو کې د ښار په شاوخوا کې خپل بریدونه ډېر کړي. ددغه ښار چارې د سوري حکومت او کردي سیمه ییزې ادارې له خوا سمبالېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *