په غزني کې د ملکي وګړو په موټر خونړۍ چاودنه وشوه
په غزني کې د ملکي وګړو په موټر خونړۍ چاودنه وشوه
په غزني کې د ملکي وګړو په موټر چې د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه روان ول چاودنه وشوه
د افغانستان د غزني په ولایت کې د ماین په چاودنه کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ملکي وګړو موټر چې د واده په مراسمو کې د ګډون په خاطر روان ول په لاره کې د ماین سره وجنګید.
په چاودنه کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د غزني ولایت د ولایتي شورا مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
نوموړي ویلي دي چې د پیښې قربانیان د غزني ولایت د اسپنده د سیمې اوسیدونکي دي.