په اسلو کې له طالبانو سره غیر رسمي خبري پای ته ورسیدې

د طالبانو یوه ویاند او د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې د طالبانو استازو په اسلو کې د پارلمان او سولي عالي شورا له یو شمیر غړو سره دوې ورځنۍ خبري پای ته رسولي دي.

د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد، رسنیو ته په یوه لېږل شوي بریښنا لیک کې ویلي دي چې دغه خبري غير رسمي دي او د سولي مذاکرات نه شي بلل کیدای.

یوه افغان چارواکي ته ویلي دي چې د جون مياشتي پر دریمه او څلورمه نېټه د ناروې په اسلو کې د طالبانو د استازو او افغانانو تر منځ خبري د ناروې هيواد د اوږد مهالي هڅو يوه برخه ده.

دغه چارواکې زیاته کړې ده چې د اسلو په خبرو اترو کې د شکريې بارکزی او فوزیه کوفي په ګډون د پارلمان پنځو تنو غړو په مستقله توګه ګډون کړی وو.

دغه چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط ویلي دي: «هغوی د افغان دولت د رسمي استازي غړي نه دي. دغه کسان یوې غیر رسمي غونډي ته ور بلل شوي دي، نه د رسمي استازي په توګه.»

دغه چارواکي دا خبره تائید کړې ده چې د اسلو په غونډه کې د پارلمان او سولي عالي شورا څو ښځینه غړو هم ګډون کړی وو.

د افغانستان د ولسمشرۍ مانۍ یوه بیانیه خپره کړې ده چې پکښې راغلي دي چې هر افغان اجازه لري چې هر وخت او په هر ځای کې د سولي له پاره کار وکړي.

په بیانیه کې راغلي دي: «موږ د دغو غیر دولتي خبرو هرکلی کوو. دغه خبري اتري د افغانستان د دولت استازیتوب نه کوي.»

د ناروي د بهرنیو چارو وزارت هم تائید کړې ده چې د بېلابېلو سابقه لرونکو افغانانو تر منځ په شخصي سطحه خبري شوي دي. دا په څلورو اونيو کې د طالبانو له استازو سره د کابل د استازو دریمه لیدنه ده. خو دواړه اړخونه ټینګار کوي چې تر سره شوي لیدني غیر رسمي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولي خبرو اترو ته د طالبانو چمتو کول په خپلو لومړیتوبونو کې راوستي دي. هغه ویلي دي چې دغه بهیر به په روڼه توگه سره پر مخ یوسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *