په سوریه کې د نصرت جبهې له سیمې د ایران د لاس لنډولو ژمنه کړې

د ابو محمد الجولاني په مشرۍ نصرت جبهې د القاعدې شبکې له مشر ایمن الظواهري سره بیعت کړی دی

د ”نصرت جبهې” مشر ابو محمد الجولاني وايي، ایران چې د سوري ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي، ددوی دښمن دی او ګواښ یې کړی چې ”نصرت جبهه” به له سیمې د ایران لاسونه ورلنډ کړي.

الجولاني وايي، ایران له ملېشو نه د جهادي ډلو پرضد د جګړې کار اخلي.

د ”نصرت جبهې” مشر دا څرګندونې له الجزیرې تلوېزیون سره په یوه مرکه کې کړې دي، چې وايي، ایران پوځي سلاکاران سوریې ته استولي، خو د سوریې پوځ خپل کسان ایران ته نه دي استولي او نصرت جبهه هوډ لري چې په سوریه کې د ایران ملاتړې ډلې له منځه یوسي.

له الجزیرې تلوېزیون نه د دغې مرکې له خپرېدو وروسته ډېرې نیوکې وشوې.

په مرکه کې د ښاغلي الجولاني مخ پټ ښکاري او دا هم نه ده په ډاګه شوې، چې دا مرکه په کوم ځای کې شوې ده.

ابو محمد الجولاني الجزیرې ته ویلي: ”موږ به له سیمې د ایران لاسونه ورلنډ کړو”.

نصرت جبهه د امریکا له خوا ترهګره ډله اعلان شوې.

ایران د سوري دولت له اصلي ملاتړو ګڼل کېږي.

نصرت جبهه د امریکا په ګډون د ځینو هېوادونو له خوا یوه ”ترهګره” ډله ګڼل شوې، خو ددغې ډلې مشر وايي همدې امریکا په منځني ختيځ کې اړدوړ او بې ثباتي رامنځ ته کړې ده:

”وايي ایران او عراق په کنټرول کې لري، خو واقعیت دا دی چې همدې امریکا عراق اشغال کړ”.

نصرت جبهې له ځینو نورو جهادي ډلو سره په وروستیو کې وکړای شو چې د سوري دولت پروړاندې پرمختګ وکړي او ددغه هېواد ځینې شمال لوېدیځې سیمې یې نیولې دي.

د نصرت جبهې مشر وايي، جبهه یې له ”اسلامي دولت” (داعش) ډلې سره د خبرو د حل کومه لار نه ویني. داعش او نصرت جبهه دواړه له سوري دولت سره په جګړه کې دي، خو ویل کېږي چې دغه دواړې ډلې په خپلو کې هم سره نښتې دي.

د سوریې څلور کلنه جګړه کې له دوو سوو زرو ډېر کسان وژل شوي

نصرت جبهې د القاعدې شبکې له مشر ایمن الظواهري سره بیعت وکړ، خو ”اسلامي دولت” د خلافت اعلان وکړ او مشر یې ابو بکر البغدادي ځان د نړۍ د ټولو مسلمانانو ”خلیفه” اعلان کړ.

د نصرت جبهې مشر له الجزیرې سره په مرکه کې د ”اسلامي دولت” له خوا د خلافت اعلانول ”نامشروع” وګڼل، خو وايي اټکل نه کوي چې د نصرت جبهې او داعش تر منځ دې جوړجاړی رامنځ ته شي.

ابو محمد الجولاني وايي هڅه یې دا ده چې د امریکايي وګړو په ګډون بهرني جنګیالي پر ځان ورمات کړي. دا مهال په دې ډله کې اروپايي، آسیايي، روسي او د چیچنیا جنګیالي جنګېږي.

نوموړی د سوریې څلور کلنې جګړې ته د سیاسي حل له لارې د پای ټکی اېښودل بې منطقه وبلل، او د روان کړکېچ د حل یوازېنۍ لار یې ”جهاد” ته دوام ورکول بلل.

”خراسان ډله نشته”

‘د نصرت جبهې مشر دا هم ویلي، د خراسان په نامه ډله نشته.

وړاندې امریکا ویلي وو، چې سوریه کې د خراسان په نوم ډلې مرکزونه یې په نښه کړي

کله چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په سوریه کې د ”اسلامي دولت” پروړاندې هوايي بریدونه پیل کړل، دغه هېواد خبرداری ورکړ، چې د خراسان په نامه یوه ډله، چې له نصرت جبهې سره تړلې ده، غواړي د لوېدیځ پرضد بریدونه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *