شاوخوا ۱۷۵ تنه هغه وخت د اور په لمبو کې لولپه شول کله چې د ګانا هېواد په اکرا ښار کې یوه پیټرول سټیشن اور واخیست.

اور د چهارشنبې په شپه هغه وخت ولګېد کله چې ښاریان له دوو ورځو راهیسې د شدید باران سره لاس او ګریوان وو.

تېزو بارانونو ګڼ خلک بې کوره او له برېښنا بې برخې کړي وو.

باراني سېلابونو د مرستندویه هڅو په مخ کې خنډونه پیدا کړل او کېدای شي د اورلګېدا لامل هم وي.

ولسمشر جان ډراماني ماهاما د دوشنبې له ورځې د درې ورځني ملي ماتم اعلان کړی.

زموږ خبریال وایي، فکر کېږي چې دا خلک د پیټرول سټېشن تر چتر لاندې له تیز بارانه پټ ول چې هلته اور ولګېد.

یو ژغورل شوی وايي، د اور لګېدو پرمهال د تېلو پمپ سره نژدې پخپل موټر کې ویده و

ولسمشر ماهاما ‎سوځېدلي پیټرول پمپ ته ورغی او د وګړو مړینه یې یوه (بې سارې غمیزه) وبلله.

هغه ژمنه وکړه چې نور به خلکو ته اجازه ورنه کړي چې د ویالو پر سر ودانۍ جوړې کړي، هغه فکتور چې ګومان کېږي ددې پېښې لامل شوی وي.

د حادثې ورسته د هیواد لروبر ښوونځي وتړل شول او له کورنیو یې وغوښتل چې ماشومان په خپلو کورونو کې وساتي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *