بامیان په رسمي توګه د «سارک» سازمان کلتوري پلازمینه اعلان شو

د سوېلي اسيا د همکاريو ټولنې ”سارک” د کلتوري پلازمینې په توګه په رسمي ډول د باميانو نومونې جشن دوه ورځني مراسم پيل شول.

د باميانو چارواکي وايي د مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی. دوی وايي کورني او بهرني مېلمانه ور رسېدلي دي.

د ارجنټاین په بڼه د بامیانو کلتوري بیارغونه

په دغو مراسمو کې د افغان حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي، د سازک سازمان چارواکي او د دغه سازمان د غړو هېږوادونو ځینو استازو هم ګډون کړی.

د دغه ولایت سرپرست والي غلام علي وحدت وايي، له دې فرصته باید ګټه واخیستله شي:

دغو مراسمو ته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني او ګڼ نور مېلمانه هم ورغلي.

”دا جشن دوه ورځې دی. په لومړۍ ورځ به د پرانستې او ويناو پروګرام وي. په دویمه ورځ د باميانو په مرکز، بند امير او لرغونو سيمو کې فرهنګي او هنري پروګرامونه لرو. موږ بايد له دغه فرصته ګټه واخلو”.

د ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان، یونیسکو د بامیانو فرهنګي مرکز د رغاونې لپاره د ارجنټیاني انجنرانو طرح منلې ده.

بامیانو کې ګڼ شمېر تاریخي اثار شته، چې د اسانتیاوو نشتوالي له کبله په نامناسب چاپیریال کې ساتل کېږي.

سارک یا د سویلي اسیا هېوادونو سازمان تېر کال بامیان د ۲۰۱۵ کال لپاره فرهنګي پلازمېنه وټاکله.

د ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان، یونیسکو د بامیانو فرهنګي مرکز د رغاونې لپاره د ارجنټیاني انجنرانو طرح منلې ده.

د دغې طرحې لپاره یوه سیالي پیل شوې وه، چې د ارجنټیایني انجنرانو طرح د زرو ډېرو نورو طرحو له منځه ټاکله شوې ده.

بامیانو کې ګڼ شمېر تاریخي اثار شته، چې د اسانتیاوو نشتوالي له کبله په نامناسب چاپیریال کې ساتل کېږي.

اوس داسې تمه کېږي، چې د دغه مرکز له رغېدو سره به ګڼ شمېر تاریخي اثار له منځه تلو له خطره وژغورل شي.

د بودا د مجسمو خالي تاخچې، او شاوخوا غارونه، د غلغلې ښار، چهل ستون، څلویښت برجونه، د ضحاک ښار او دوې تاریخي کلاوې هغه اته سیمې دي، چې په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې له یونیسکو سره په دې موخه ثبت شوي، چې له ګواښ سره مخامخ دي.

د بودا د مجسمو خالي رواقونه، او شاوخوا غارونه ، د غلغلې ښار، چهل ستون، څلویښت برجونه، د ضحاک ښار او دوه تاریخي کلاووې هغه اته سیمې دي، چې په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې له یونسکو سره په دې موخه ثبت شوي، چې له ګواښ سره مخ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *