د انځور له کبله د داعش پوځي مرکز بشپړ له مینځه لاړ

په سوریه کې د داعش یو جنګیالي خپل انځور په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک او ټویټر) کې خپور کړی او هماغه انځور د دې لامل ګرځیدلی چې د دغې ډلې یوه نظامي اډه په بشپړه توګه له مینځه لاړه شي.

د امریکا په فلوریډا ایالت کې استخباراتي کارپوهانو دغه انځور تر لاسه کړی، او له څیړنو او تحقیقاتو وروسته یې په انځور کې د جنګیالي مشخص ځای ځایګی کشف کړی.

راپور زیاتوي چې په ټولنیزو شبکو کې د انځور له خپریدو څو ساعته وروسته د امریکا هوايي ځواکونو په نوموړي ځای برید وکړ او یاده نظامي اډه یې په بشپړ ډول له مینځه یووړه.

د امریکا هوايي ځواکونو جنرال «هوک چارلیز» د پیښې په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي:

«زمونږ ځواکونه همیشه ټولنیزې شبکې (فیسبوک او ټویټر) په ډیر دقت څاري، ترڅو هغه ”احمقان” ومومي چې په لوی لاس مهم معلومات افشا کوي او یا د بې احتیاطۍ له کبله ترې افشا کیږي، په همدې لړ کې مونږ دغه جنګیالی وموند چې له نظامي مرکز څخه یې خپل انځور خپور کړی وه، چې مونږ د ۲۲ ساعتو په موده کې نوموړی ځای کشف او په کې د میشتو کسانو په ګډون مکمل له مینځه یووړ».

دا لومړی ځل نه دی چې له ټولنیزو شبکو څخه د استخباراتي استفادې خبر ورکول کیږي، له دې وړاندې هم وخت نا وخت داسې راپورونه ورکول شوي چې ټولنیزې شبکې د استخباراتي سازمانونو لپاره د معلوماتو مهمې سرچینې تشکیلوي.

د الجزیرې مشهور ژورنالیست «فیصل القاسم» انټرنټي او ټولنیزې شبکې د استخباراتي سازمونونو لومې بولي او په دې اړه په خپلې یوې مقالې کې وايي:

«پخوا به مستنطقینو له سختو شکنجو او تعذیبونو څخه کار اخیست تر څو له خلکو څخه خبرې راوباسي. خو نن ورځ فیسبوک او ټویټر په ډیره مودبانه توګه له تاسو پوښتنه کوي: «ستاسو په ذهن کې څه دي؟»، او تاسو ورته د زړه ټولې خبرې په ډیرې اسانۍ افشا کړئ».

نوموړی وايي چې فیسبوک او ټویټر ټولنیزې نه، بلکې حکومتي او استخباراتي رسنۍ دي.

باید وویل شي چې فلسطین کې د حماس مجاهدینو یوې څیړنې په ډاګه کړې چې د اسرائیلو لخوا د مجاهدینو د مرګ ژوبلې د احصائيې ډیری برخه په هغو معلوماتو بنا وي چې عامو فلسطیني وګړو په فیسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *