پاکستان سعودي عربستان ته اتومي وسلې له ورکړې ډډه کړې

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان یا کوم بل هېواد ته د اتومي وسلو د لېږد یا خرڅولو ګنګوسې بې بنسټه بللې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعزاز احمد چوهدري ویلي، پاکستان پر سعودي عربستان یا کوم بل هېواد اتومي وسلې نه خرڅوي.

نوموړي دا څرګندونې د امریکا واشنګټن کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره له غونډې وروسته کړې دي.

دی وايي “دا ګنګوسې بې بنسټه دي، چې ګني پاکستان پر سعودي عربستان یا کوم بل هېواد اتومي وسلې پلوري”.

چوهدري واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: “د پاکستان اتومي پروګرام له هېڅ کوم بل هېواد سره تړاو نه لري، بلکې له ختیځ لوري (هند) نه د خطر د مخنیوي لپاره دی”.

د پاکستان دغه جګپوړي چارواکي دا هم ویلي چې “پاکستان له سعودي عربستان سره د اتومي مسائلو په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې”.

مخکې داسې ګنګوسې وې، چې ګني سعودي عربستان، او یا شاید متحده عربي امارات، له پاکستان نه د اتومي وسلو ترلاسه کولو هڅه کوي، چې د ایران د ممکنه خطر مخه پرې ونیسي.

د خلیج هېوادونه له نړیوالې ټولنې سره د ایران له هوکړې په دې وېره کې دي، چې ګني تهران به خپل اتومي پروګرام د سوله ییزو موخو لپاره نه، بلکې د ګاونډیانو پرضد وکاروي.

سعودیان با دا ترهه لري، چې ګني پر ایران د لوېدیځ د بندیزونو لیرې کېدل به ایران ته پر خپل پوځ د میلیاردونو نورو ډالرو لګولو توان ورکړي.

پاکستان لومړۍ اتومي ازموینه په ۱۹۹۸ کال کې وکړه، هغه هم د هند له یوې ورته آزموینې لږ وروسته.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *