چين كې د ډوبې شوې بېړۍ د مسافرو د ژغورولو هڅې روانې دي
چين كې د ډوبې شوې بېړۍ د مسافرو د ژغورولو هڅې روانې دي
ځايي چارواكي وايي، د چين په جنوبي يانګچي سيند كې د ډوبې شوې بېړۍ د مسافرو د ژغورنۍ هڅې په چټكۍ سره روانې دي.
د چين د ترانسپورت وزير يانګ چونتانګ رسنيو ته و يلي، چې د ژغورونكو ډولو او وخت ترمنځ سيالي روانه ده، ځكه چې څومره چې وخت تېرېږي د ډوبو شويو كسانو د ژغورنې اميد كمېږي.
دغه بېړۍ د تېرې دوشنبې په شپه، ددغه هېواد په جنوبي يانګچي سيند کې د تېز باد له کبله ډوبه شوې، چې د ۴۵۰ مسافرو سربېره، د بېړۍ ۴۷ عمله او د سياحت د يوه شرکت پنځه کارکوونکي هم وو.
چينايي دولتي رسنيو ويلي، چې تراوسه په دغې پېښې كې ۱۸ تنه مړه شوي او ۱۴ تنه ژغورل شوي، چې يو د بېړۍ ماڼو دى.
ژغورل شوي ماڼو رسنيو ته ويلي، بېړۍ د تېز باد له کبله چپه شوه او ژر ډوبه شوه.
رپوټونه وايي تېزو بادونو او بارانونو د ژغورندويو ډلو کار له خنډ سره مخامخ کړی دی.