په بلوچستان کې سیلابونه اته کسان ووژل
پاکستان په بلوچستان ايالت کې د اورښتونو له امله راوتلي سېلاو لږترلږه اته کسان وژلي او يو شمېر نور لادرکه دي
ځايي چارواکي وايي سیلاو نيمه شپه د خضدرا په ولسوالۍ کې داسې مهال راغلی چې خلک په خوب ويده وو
دوی وايي د سارونه په سيمه کې په شاوخوا غرونو د باران له کېدو وروسته ناچاپه سېلاو راغلی او د مينار شاوخوا کورونو ته زيان رسولی دی.
چارواکي وايي په دغه سېلاو کې تر اوسه د اتو کسانو د ډوبېدو پخلی شوی دی، خو شاوخوا همدومره نور د سېلاو اوبو وړي دي.
د خضدار پوليس وايي د ډوبو شويو يو شمېر کسانو جسدونه يې له اوبو راښکلي دي.
دوی وايي د نورو لادرکه شويو کسانو د موندلو هڅې روانې دي او د ژغورنې ډلې هڅې کوي چې پيدا يې کړي
په پاکستان کې د ګرمۍ په موسم کې د سېلاوونو د راوتلو خطر زيات وي او تېر کال هم سېلاوونو سلګونه زره کسان اغېزمن کړل