په سوريه کي د النصري ډلې مشر(ابو محمد الجولاني) ويلِ: دوی د القاعدي مشر څخه حکم ترلاسه کوي او ددوی ديرش سلنه جنگيالي له بيلا بيلو هيوادونو څخه دي

په سوریه کې د القاعدې اړوند(النصري) په نامه د ډلې مشر(ابو محمد الجولاني) ویلي: ایمن الظواهري دوی ته حکوم کړی ترڅو خپل ډير پام سوریې ته ور وګرځوي، ده له یوی نړیوالې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: ددوی له دیرش سلنې ډير جنګیالي له بیلا بیلو هیوادونو څخه دي چې په دې اروپا امریکا او روسیه هم راځي. ده ویلي ددوی ډله له داعش سره اختلافات لري او دا شونې نه ده چې تر نږدې راتلونکې د دواړو ډلو ترمنځ دا اختلافات له منځه لاړ شي. ده پر امریکا تور لګولی چې د   منځني ختیځ ټولې سیمې یې ناامنه کړې او ترهغې به ددوی ډله غبرګون ښکاره نکړي ترڅو کې لویدیځ هیوادونو ددوی پر وړاندې کوم ګام نه وي پورته کړی. په سوریه کې د القاعدې دلې ددې ځانګې مشر زیاه کړې، چې ددوی موخه د سوریې د دولت نسکورل ده. په دې وروستیو کې د النصرې ډلې د سوریې په شمال کې پرمختګ کړیاو ډيری سیمې یي نیولي دي ویل کیږي چې یو شمیر سیمه ایزو هیوادونه لکله ترکیه قطر او سعودي عربستان له دې ډلې کلک ملاتړ کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *