هرات كې درې ماين جوړونكي وژل شوي
ځايي امنيتي چارواكي وايي، د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ كې يې د عملياتو پرمهال درې ماین جوړونکي وژلي دي.
په لویدیځ زون کې د ۲۰۷ ظهفر قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې تېره شپه د دې قول اردو د څلورم کنډک منسوبینو په ادرسکن ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره كړل، چې په ترڅ کې يې درې ماین جوړونکې وژل شوي دي.
د خبرپاڼې په وينا، په دغو عملياتو كې دوه میله کلاشنکوفونه او دوه بوشکې چاودېدونكي توكي د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي، چې په هم هغه سیمه کې چاودنه ورکړل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې په دغه عملیاتو کې ملکي او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي