افغانستان پر ارزانو خو خطرناکه مليشو بسنه کوي

د کړکيچ نړيوالې ادارې ويلي: دري زره هغه مليشو چي د خپلو سيمو د امنيت خوندي کولو لپاره گمارل شوي ډيری سرغروني کړې دي

د کړکيچ نړيوالې اداري د مالوماتو له مخي، مليشي چي د سيمه ايزو پوليسو په نامه ياديږي ډيری ملکي کسان یي وژلي، له دی سازمان څخه د خپاره شوي ریپوټ له مخې دا ملیشې په فساد، غلا، جنسي تیریو، برمتې او نشه یي توکیو په قاچاقو کې لاس لري. د کړکیچ نړیوالې ادارې د لوړ پوړیو چارواکیو له خولې چې نمونه یي نه دي په ډاګه شوي ویلي، دا کسان په هغه سیمو کې چې د امنیت د ټینګښت دنده ورسپارل شوې د بدماشانو او زور واکانو په څير عمل کوي او د حکومت لپاره ددوی مخنیوی ستونزمن دی.

د ریپوټونو له مخې شل سلنه هغه امریکایي روزونکي چې افغان پولیسو ته د روزنې دنده لري په دوه زره یولسم کال کې ویلي وو، چې دا وسله وال په خپل سریو او سرغړونو تورن دي.

په ریپوټ کې ویل شوي د پولیسو یو سرتیری چې په فاریاب ولایت کې دنده تر سره کوي په جنسي تیري، غلا، او د کسانو د ربړولو لپاره له یو څاه په کار اخستنې تورن دی، د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالی یو شمیر اوسیدونکي هم دا مني چې په دې ولسوالی کې سیمه ایز پولیسو په زور سره له خلکو پیسې اخلي.

ملګرو ملتونو په دوه زره ځوارلسم کال کې د حکومت پلوو ملیشو له لوري د درې پنځوسو کسانو د مړینې پیښې ثبت کړي دي.

له دې مخکې هم پر سیمه ایزو پولیسو ډيری نیوکې شوې دي او د بشر حقونو یو شمیر بنسټونو سیمه ایز پولیس په وژنو تیری او سړي تښتونو پیښو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

له دې سره چې د کورنیو چارو وزارت پر پولیس ټول لګول شوي ریپوټونه نه دي رد کړي خو په ډيریو برخو کې یي له دوی څخه دفاع کړې ده او ویلي یي دې چې دې کسانو په ځینو سیمو کې د امینت په ټنګښت کې مهم رول لوبولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *